د پيپلز پارټۍ مشرانو له سياسي بحران څخه د وتلو هڅې پيل کړي

 ترهغې وروسته چې د جميعت علمای اسلام او د مهاجروقومي غورځنګ د يوسف رضا ګېلاني له حکومت څخه د وتلو پرېکړه وکړه او د ام کيو ام دوو مرکزي وزيرانو خپلې استعفاوی ولسمشر اصف زرداري ته وړاندې کړې، حاکم ائتلاف د نسکورېدو له ګواښ سره مخ شوی. له دغه بحران څخه د وتو په موخه پرون لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني د کابينې بېړنۍ غونډه راغوښتې وه . بل خوا زرداري کراچۍ ته تللی او هلته يې د سېند صوبې له ګورنرعشرت العباد او  د نشنل عوامي ګوند د سنا له غړي حاجي عديل سره ليدلي دي. په دغه سفر کې د پاکستان د قانون او د کورنيو چارو وزيران  هم له زرداري سره ملګري وو.