په کندهار کې حربي ښوونځی جوړيږي

 پرون په کندهار کې د يوه حربي ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه حربي ښوونځی  په سل جريبه ځمکه  کې د 160 ميليون ډالرو په لګښت د امريکې په مرسته جوړيږي او چارې به يې تر 2014 کال پورې بشپړې شي. دغه ښوونځی به  تر کابل وروسته د ټول هېواد په کچه ډېر لوی حربي روزنيز مرکز وي.