شاهي کانال یوه بنسټیزه پروژه؛ خو برخلیک یې د شګلن کمر په څنډه دی! 

د لغمان ولسونو ددې حکومت په جوړولو کې له ټولو وړاندې خپل رسالت ادا کړی دی، دوی د هرې ملي مسلې په مخکې روان شوي او ددې هېواد برم یې خوندي ساتلی دی؛ له ټاکنو راواخله، تر بلې هرې مسلې، چې ددې هېواد لپاره سرنوشت ټاکونکې وې، دې ولسونو قرباني ورکړې او هره برنامه یې تر بریالیتوبه رسولې ده؛ دا خلک له حکومت خفه؛ خو هر وخت یې ملاتړي او مدافعین دي.

لغمان باید په دا شل کلن مزل کې د ډېرو بنسټیزو پروژو شاهد وای؛ خو دا کار ونشو، دا ولس یوازې په افرین او شابسي خوشاله وساتل شو، هېڅ بنسټیز کار ورته ونه شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومت څخه نیولې، د ښاغلي غني ترحکومت پورې، لغمان ولسونو ته له شاهي کانال پرته بله بنسټیزه پروژه نه ده ورکړل شوي؛ دا پروژه اوس تر کار لاندې ده او تطبیق یې زیاتې ولسي همکارۍ ته اړتیا لري، که ولسونه همکاري ونکړي، برخلیک یې ناسم لور ته تللی شي.

یاده پروژه د لغمان د والي محمد اصف ننګ، د ولایت ملکي منسوبینو،  د لغمان وکیلانو، ولایتي شورا،  قومي مخورو، علماو او د ځوانانو په زیات ټینګار دغو ولسونو ته ورکړل شوې ده.

ددې پروژې عملي کار د لغمان د والي، د ولسي جرګې د غړو، د ولایتي شورا د استازو، د اوبو د تنظیمولو د رییس پاچا صاحب، د علماو او ځوانانو په زیاتو هڅو پیل شو.

نوموړې پروژه اوس زیاتې ولسي همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري؛ د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، ددې سیمې له مشرانو، علماو او ځوانانو سره ناستې پیل کړي؛ تر څو یاده پروژه پر ولسي همکارۍ تطبیق او بریالۍ کړي.

لغمان ولسونه باید څه وکړي؟
دا چې دا پروژه د لغمان لپاره حیاتي بلل کېږي، چې د تطبیق په وخت به یې زیاتو خلکو ته د کار زمینه برابره شي، ددې ترڅنګ نورې زیاتې اجتماعي او اقتصادي ګټې هم لري، چې له امله به یې د لغمان خلکو ژوند مثبت لور ته تغیر وکړي.

د لغمان ولسونه باید له حکومت سره همکاري وکړي؛ ترڅو ددې پروژې  پر وړاندې پرتې او را ولاړیدونکې ستونزه حل او دا بنسټیزه پروژه بریالۍ کړي.

شاهي کانال؟
شاهي کانال د دیرش میلیونه ډالرو په ارزښت یوه بنسټیزه پروژه ده، چې تطبیق سره به یې د لغمان ښکلا دوه چنده او زیات کاري فرصتونه به هم پیدا کړي.

دا حیاتي او له پراخو اقتصادي ګټو برخمنه پروژه دلغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند د سندروا کلي څخه پیلیږي ،د الینګار سیند د شمال لوېدیځې برخې څخه سرچينه اخلي او دخپل مسیر په اوږدوکې د سوېل پر لور د الینګار ولسوالی اړوند زیاتې ځمکې د شخطري، سلطان غازي بابا او مهترلام بابا دښتې تر پوښښ لاندې راولي.

ددې کانال د بنسټ ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې د لغمان والي سربیره،  له مرکزه د کابینې یو شمېر غړو، د ولایت ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو.

د ولایتي ادارې پر وینا، یاد کانال دوه فازه لري، چې اوږدوالي یې ۳۲ کیلو متره دی او د الینګار ولسوالۍ له سندروا سیمې څخه تر څپرو پورې ۱۲ کلي ترېنه استفاده کوي چې ۵۰۰۰ هکتاره شاړه ځمکه به هم خړوبه کړي.

ولایتي اداره وایي، چې د شاهي کانال دویم فاز کې به د بابا صیب دښته کې د ۳۰ کیلو متره کانال په لرلو سره ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

 اوس مهال دیاد کانال د لومړي لاټ چارې چې 6,3 کیلو متره دي پیل شوې چې د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت به پای ته ورسیږي او ټول ټال په دغه کانال ۳۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې  د دریو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

پایله!
د لغمان ولسونه باید له دې عظیم فرصت څخه ګټه واخلي؛ ولایتي ادارې سره دې لاس یو کړي؛ تر څو دا پروژه په ښه شکل تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ که دا پروژه خدای مکړه بریالۍ نشي، لغمان به یو عظیم فرصت له لاسه ورکړي، چې بیا به لاسونه مروړي او وخت به تیر وي.  
په کار ده، چې د لغمان وکیلان،  قومي مخور، علماو او ځوانان خپله همکاري ژر پیل کړي؛ ترڅو په دې برخه کې مثبته پایله محسوس شي.

لغمان ولسونه دې په خپلې ولسي همکارۍ دا لویه پروژه بریالۍ کړي او له حکومت څخه دې د نورو بنستیزو پروژو غوښتونکي شي؛ که خدای ج مکړه دا پروژه ناکامۍ سره مخ شي؛ هر څه به پای ومومي او زیات فرصتونه به له لاسه ورکړي.