سوله او سوداګري!

نړۍ بدله شوې ده، جګړې او حربې هم بدلې شوي دي، د مبارزې ماډلونه بدل شوي او فکرونه نوي شوي دي.

نړۍ برقي شوې، فاصلې لنډې شوي دي، خلک ټولې نړۍ ته لاس رسی لري او نړۍ د یو کلي بڼه غوره کړې ده.

په اوسني عصر کې جګړه یو زوړ او ناکاره ماډل بلل کېږي، جګړه ورانی رامنځته کوي، په کې وژنې کېږي او اړیکې خرابېږي.

نړیوالو فکري او اقتصادي جګړه شروع کړې ده، چې په فکري جګړه کې د ځان په ګټه تبلیغات کوي، ذهنونه برابروي او د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ترې ګټه اخلي.

اقتصادي جګړه په سوداګرۍ او تجارت ولاړه ده، خلک د تجارت نوي نوي ماډلونه جوړوي، تطبیقوي یې، اړیکې جوړوي او متقابلې ګټې پالي.

اقتصادي او فکري جګړه، له اصلي جګړې جلا ګټې او تاوانونه لري، چې د فکري او اقتصادي جګړې کول یو ضرورت دی.

په کار ده، چې د افغانستان اوږده جګړه ودرول شي او د روانې جګړې په مثبت بدیل دې فکر وشي.
(ګاونډیان او دغه راز د افغان جګړې څخه تغذیه کېدونکې خواوې باید د اوس عصر سره جوختې اقتصادي ګټورې جګړې او رقابتونه د دې روانې جګړې بدیل وګرځوي؛ د نړیوالو اصولو په رڼا کې دې افغان حکومت سره نوی باب پرانیځي، خپل ارمانونه او اهداف دې له دې طریقه تعقیب کړي.

که سرتمبګي ختمه نکړي او روان ناورین همداسې متداوم وساتي، زه باور لرم، چې دا ځل به جګړه خپله جغرافیه پراخه او بدله کړي، چې بیا به یې مدیریت خورا سخت وي.

ټول ښکېل اړخونه باید روانه کشاله په منطق او د نرمښت پر زور حل کړي، د تېرو دلخراشه کړنو له یادولو او د نوي جنجال له پیدا کولو دې ډډه وکړي؛ څو د سولې حقیقي مسیر تعقیب شي، په پیغورونو ورکولو او د تېرو جنایتونو یادولو سره سوله نه راځي.
اړینه ده، چې د سرتاسري نرمښت او د پایداره خشونت د کمولو لار خپله او په ترڅ کې یې سرتاسري اوربند وشي.)

د نظام له منځه وړل او د اردو منحلول ددې وطن سرتاسري تاوان دی، په هر حال کې باید نظام محکم وساتل شي، نیمګړتیاوې باید اصلاح او پوره شي، له نظامه بیرون کسان باید د نظام یوه برخه شي، ګاونډیانو او په افغان جګړه کې ښکیل اړخونو ته دې منطقي ځواب ورکړل شي او د سرتاسري اوربند زمینه دې برابره شي. 

دغه راز له سولې مخکې او وروسته دې سوداګریزې اړیکې او بنسټونه دې روغ وساتل شي.
دا برخه دې نوره هم پیاوړې شي، ترڅو زموږ سوداګري پیاوړې، هېواد مو باعزته او ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.