موږ نیابتي سوله نه غواړو!

له نیابتي جګړې، نیابتي سوله ډېره خطرناکه ده، سوله په واقعیت کې د یوې کشالې معقول حل دی.
د جګړې په یوې جامع حل لاره کې د ښکیلو اړخونو درک او معلومول اړین دي، د سولې په مقدمه کې باید لوري وپېژندل شي؛ ترڅو یې په رښتینې معنی د ستونزې د ګراف جاج واخیستل شي.

په افغانستان کې د جګړې ښکیل اړخونه د طالب، امریکا، افغان دولت سربیره د سیمې هېوادونه او د هېواد په داخل کې سیاسیون دي.

ددې ټولو ډلو پېژندنه، د دوی غوښتنې، اندېښنې او خطرونه باید روښانه شي، له دې وروسته دې ورته د سولې راوستو معقول چوکاټ جوړ کړي.

د افغانستان جګړه څو مخونه لري، چې تشخیص او پېژندنه یې پوره سیاسي پوهې ته اړتیا لري.
د سولې اوسنی بهیر خورا پیچلی دی، د جګړې شدت او د مذاکراتو پیل خلک اندېښمن کړي دي، دوی په تشویش کې زیاتې پوښتنې یې لاجوابه پاتې دي.

که امریکا، د طالبانو تحریک، افغان دولت او په جګړه کې نور ښکیل اړخونه د سولې لپاره حسن نیت لري، نو جګړه دې ودروي او یوې لویې ملي اجماع جوړولو ته دې زمینه برابره کړي.

هم عصره جګړه او سوله د فشار په معنی ده او فشار نیایتي سولې راوستلو ته زمینه برابروي.
ولسونو سره ویره ده، چې د سولې بهیر کې پردۍ اجنډاوې مطرح نشي، خدای مکړه، چې بیابه یې کنټرول ډېر سخت تمام شي او د یوې بلې جګړې باب به خلاص کړي. 

د هېواد سوله باید نیابتي نه وي، که سوله راځي بدیل یې باید د بنسټونو له منځه تلل نه شي.
موږ داسې سوله غواړو، چې د ټولو افغانانو عزت او حیثیت په کې خوندي شي.

داسې سوله غواړو، چې د بیان ازادۍ ته په کې درناوی وشي، انساني حقوق رعایت شي، د خاورې عرضي تمامیت باید خوندي وي، ولسواکۍ ته په کې احترام وشي، د میرمنو تحصیل ته باید زمینه سازي وشي او نړیوالې ډیپلوماټیکې اړیکې باید روغې پاتې شي.

موږ د سولې له مذاکراتو وړاندې ددې اقدام ستاېنه کوو او له هر څه وړاندې اوربند غواړو.
(د هېواد برخلک ټاکنه اسانه او معمولي خبره نه ده؛ دغه ملي رسالت خورا دروند پیټی دی، چې پورته کول یې د هر چا د وس کار هم نه دی.

د سولې دا ملي پروسه هم یو بنسټیزه مسله ده، چې معمولي تېروتنه د افغانستان برخلیک نور هم په سرو لمبو نیولی شي.

طالبان او افغان دولت دې داسې یوه پریکړه وکړي،چې هم سوله راشي او هم شته بنسټونه، اصلاح شي؛ خو روغ پاتې شي.

اوس له ټولو مخکې اړینه ده، چې اوربند وشي او دا روانه جګړه دې ودرول شي.)
طالبان او افغان حکومت باید د پردیو اجنډاو د تطبیق ښکار نشي؛ نیابتي سوله دې نه کوي،  د ولس هیلې، دردونه او ارمانونه دې په نظر کې ونیول شي او ددې وطن د سرنوشت ټاکلو لپاره دې اقدام وکړي.

پایله:
موږ افغان ولسونه په هېڅ صورت نیابتي سوله نه غواړو، د روانې جګړې د بندیدو غوښتونکي یو، د سختو او جنجالي خبرو د مطرح کولو مخالف یو او یو بشپړ اوربند غواړو!