ولسمشر حامد کرزي  د فساد پر وړاندې  د يوې نوې ادارې د جوړولو ح:م کړی

 د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د فساد پر وړاندې د يوې نوې  شپږ کسيزې ادارې د جوړولو حکم کړی. د دغې ادارې په په ترکيب کې درې تنه افغان ځوانان او درې تنه بهرنيان له سلواک، نايجريا او اندونيزيا څخه ګډون لري. دغه اداره چې د جوړېدو پرېکړه يې کابو يوکال وړاندې  د لندن په کنفرانس کې شوې وه ، په هرو شپږو مياشتو کې به افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ته ګزارش ورکوي.