برتانوي اسناد: لوېديځ پر افغانستان د روسانو د بريد له پلان څخه خبر و

 د هغو نويو اسنادو له مخې  چې برتانيې پر افغانستان د روسانو د تېري په اړه څرګند کړي ، په ډاګه شوې چې لوېديځ  پر افغانستان د روسانو د بريد له پلان څخه خبر و. برتانيه معمولاً دېرش کاله وروسته  خپل پټ اسناد څرګندوي  او ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه هغه  اسناد چې څرګند شوي ، نن تنظيم شي. د دغو اسنادو له مخې د 1979 کال د ډسمبر په 17 نېټه  امريکايي ولسمشر جيمي کارتر او برتانوۍ لومړۍ وزيرې مارګرېټ ټاچر د خپلې کتنې پر مهال د سټلايټ پر هغو انځورنو خبرې کړې  وې، چې له مخې يې روسانو پر افغانستان د بريد تياری نيوه.
اسناد همداراز وايي ، چې پر کال 1980 د امريکايي، جرمني ، فرانسوي او برتانوي دېپلوماتانو تر منځ په پاريس کې يوه پټه غونډه وشوه او په هغه کې د افغانستان د مقاومت له ځواکونو سره د مرستې پرېکړه وشوه. د 1980 کال په فبروري کې په لندن کې يوه بله پټه غونډه وشوه، چې مجاهدينو ته د روزنې او درنو وسلو د ورکړې خبره يې په اجندا کې وه.