که چېرې نارينه ياست او يا ښځينه؛ دغه ۱۱ نښې - نښانې د تناسلي او جنسي ناروغيو دي چې خطرناکې دي 

د تناسلي سېسټمونو له لارې د لېږد وړ ناروغيو ته sexually transmitted infections واي چې لنډ نوم يې STIs. ځيني کسان، که ښځې وي او که نارينه، د تناسلي ناروغيو ښکاره نښې لري او نارغۍ په کې شديدې وي. خو په ځينو کې کسانو کې د تناسلي نارغيو نښې نښانې نه ښکاري. 

ډېری تناسلي ناروغۍ د مضرو بکترياوو له امله پيدا کيږي او شونې ده چې په کم وخت کې د انټي بويټيک (antibiotics) درملو له لارې درملنه شي. ستونزمنه هغه وخت وي، چې تناسلي ناروغي شتون ولري خو نښې - نښانې يې ښکاره نه شي. لکه څه ډول يې چې له نوم sexually transmitted infections ښکاري، تناسلې ناروغي له ناروغ کس روغ کس ته د جنسي اړيکو له لارې لېږد پيدا کوي. 

لاندې نښې په نارينو او ښځو کې د تناسلي ناروغيو نښې دي. 
۱- هغه نښې چې نارينه او ښځينه دواړو کې وي: 
- د رڼو متيازو پر وخت د درد احساس؛ 
- د تناسلي غړو خارښت او سوځېدل؛ 
- پر تناسلي غړو او همدا ډول پر معقد او شااوخوا يې د تڼاکو، ټپونو او لکو راپيدا کېدل؛ 
- د نېکر لېرې کېدو پر مهال د تور او سپن پوډرو په څېر کوچينو ذرو تر سترګو کېدل. 

۲- هغه نښې چې يوازې په ميرمنو کې وي: 
- د تناسلي آلې دننه تيوب يا مهبل څخه د ژيړ رنګه سرېښناکې مادې راتلل؛ 
- د تناسلي آلې دننه تيوب يا مهبل څخه د بد بوی لرونکې مادې بهيدل؛ 
- له جنسي اړيکو وروسته له مهبل وينه؛ 
- د جنسي اړيکو پر وخت د درد احساس؛ 
- د لندې نس سخت درد. 

۳- هغه نښې چې يوازې نارينو کې وي: 
- له تناسلې آلې د  اوبو او مايعاتو بهېدل؛ 
- د تناسلې آلې د دننه ټيوب خارښت او سوځېدل. 

نور هر کله چې دغه نښې نښانې ښکاره شي چې تناسلې ناروغۍ پيدا شوې او په دې وخت کې بايد د جنسي اړيکو له تر سره کېدو ډډه وشي.