رحمت الله نيبل: دا چې عمران خان (اسامه بن لادن) ته شهيد وايي کومه  نوې خبره نه ده 

روهي (جمعه/۶ د چنګاښ)، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د ملي امنيت پخوانی عمومي رئيس وايي چې داسې ډېری سندونه او شواهد شتون لري چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان د دغه هېواد د استخباراتي سازمان (ای.اِس.ای) په مالي او سياسي ملاتړ واک ته رسېدلی دی. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "داسې ډير شواهد شته، چې عمران خان د (آی اس آی) په مالي او سیاسي مرسته او د پاکستان د پوځ په مستقیم ملاتړ واک ته ورسید.

هغه څه چې د عمران خان له خولې د اسامه_ بن_لادن په اړه را ووتل، نوي نه وو؛ بلکې یوازې د پاکستان د پوځ نظریات او تګلاره ددغه هیواد د پارلمان په سټیج بیان شول، چې د پاکستان د پوځ او د ترهګرو ډلو ترمنځ پر ستراتیژیکې ملګرتیا او اړیکو یې د تاييد مُهر ولگاوه.

دوی نړۍ ته هم خبر ورکړ، چې پاکستان د ترهګرو شبکو لپاره جنت دی او په راتلونکي کې به هم وي.

د افغان سولې او بیا د بين الافغاني خبرو په درشل کې د عمران خان دا خبرې د پاکستان د نظامیانو د افکارو د ترجمان په توګه، متحده ایالاتو او نړي ته د دې پيغام لري، چې ستاسو اصلي طرف طالبان او القاعده نه ، بلکه د پاکستان نظامیان دي.

نو ټول افغاني لوري که طالبان دي يا دا نور سیاسیون؛ بايد د پاكستان له دسيسو او لومو باخبره اوسي، ځان ترې خلاص او د ریښتنې افغاني سولې لپاره قرباني ورکړي.

ټولې افغاني خواوې اوس له تيرو څلویښتو کلونو دا تجربه لري چې "پردی كټ تر نیمو شپو وي!

هغه څه چې ما پرون پر غزني ښار د القاعده تر مشرۍ لاندې د احتمالي برید په اړه وویل، د عمران خان له لوري تایید شول."

عمران خان تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په وينا کې وويل کله چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۱ م کال په خېبر پښتونخوا ایالت کې بن لادن وویشت، "هغه‌یې شهید کړ."

د نوموړي دغه څرګندونو پاکستان پراخه غبرګونونه راپورته کړل. د پاکستان د اپوزېسيون غړو ويلي چې اسامه بن لادن يو ترهګر وو، خو عمران خان ورته شهيد وايي. د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه اصف په پارلمان کې د عمران خان پر څرګندونو په غبرګون کې وویل چې بن لادن ترورېست و، خو زموږ صدراعظم شهید وباله.

اسامه بن لادن ته د شهيد ويلو وروسته په خپله د پاکستان لومړي وزير عمران خان تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې. اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ابټ‌اباد د امريکايي ځواکونو په بريد کې  ووژل شو.