صلاح الدين رباني: له استاد عطا سره مې د جمعيت ګوند پر يووالي او راتلونکو پلانونو خبرې کړې

روهي (جمعه/۶ د چنګاښ)، تاجک - اکثريت جمعيت ګوند سرپرست صلاح الدين رباني پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د دغه ګوند د ښې راتلونکې لپاره يې د بلخ پخواني والي د جمعيت ګوند اجرائيه رئيس جنرال عطا محمد نور سره کتلي. 

صلاح الدين رباني که څه د دغه لېدنې په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي، خو د جمعيت ګوند يووالی او په راتلونکي کې د خپلو پلانونو يې ويلي دي، چې شوې لېدنه کې پرې خبرې شوې دي. 

د جمعيت ګوند سرپرست له دې وړاندې په يوې ناستې کې ويلي وو، چې د جمعيت ګوند ترمنځ ځان ځاني شتون لري او مخکښ غړي د خپلو شخصي ګټو او موخو پر اساس پرېکړې کوي. 

صلاح الدين رباني د جمعيت ګوند له بل مخکښ غړي او ولسمشريزو ټاکنو کې د دغه ګوند څو ځلي - نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم وروسته له هغې خلاف شو، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت کې د سياسي هوکړې له لارې ځان ورګډ کړ. 

صلاح الدين رباني چې يو وخت د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارسبمال وزير هم، د مرکزي حکومت له شتون سره مخالفت ښيي او ټېنګار يې پر دې دی چې د افغانستان د نظام ډول بايد بدل شي. 

نوموړی د ولسمشر ترڅنګ د لومړي وزير د څوکۍ او همدا ډول د مرکزي حکومت پر ځای د فدرال حکومت ملاتړ کوي. صلاح الدين رباني په دې وروستيو کې کابل کې د جمعيت ګوند مرکزي دفتر پرانېست، خو د ګوتو په شمېر د دغه ګوند لوړپوړي غړي ورغلي وو. 

جمعيت ګوند چې ډېرۍ په کې تاجکان راټول شوي دي، د برهان الدين رباني له مړينې وروسته يې مشري د نوموړي زوی، صلاح الدين رباني اخېستې ده. د نورو مخالفتونو ترڅنګ د ګوند مشري هم هغه مساله دي چې د ياد ګوند مخکښ کسان په کې ژور اختلاف لري. 

دغه ګوند هر ځل ولسمشريزو ټاکنو ته ډاکټر عبدالله عبدالله خپل نوماند معرفي کوي، خو تر اوسه بريالي شوي نه دي چې ولسمشریزې ټاکنې وګټي. د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د جمعيت ګوند پېژندل شوې څېرې هم له ګوند لار بېلوي او په نورو ټاکنيزو ټېکټونو کې برخه اخلي. 

که څه هم جمعيت ګوند اوس مهال د افغانستان په سياسي بهير کې دننه شوی دی خو د افغانستان د کورنيو جګړو پر مهال هغه ګوند وو، چې جګړه کې يې فعاله وڼده درلوده او د کابل پر ويجاړۍ کې برخه اخېستونکی شمېرل کيږي.  

د جميعت ګوند ډېری کسان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمن کې واک ته ورسېد او مهمې سياسي څوکۍ او همدا ډول ډېره پانګه يې تر لاسه کړه.