که انسان د خپل وجود د جوړښت او د هغې د غړو د فعاليت په اړه ژور فکر وکړي، نو د لوی خدای (ج) د قدرت خیرانونکې نښې په په کې ګوري. په دې ځمکه له د خدای (ج) له نورو نعمتونو وراېخوا، يوازې د انسان خپل وجود د الله ج هغه نعمت دی، چې انسان ته يې وړيا ورکړی دی.
د ښځو په وجود کې د بکارت پرده يا hymen هغه برخه ده چې تر شا لسګونه رازونه پرته دي. د افغانستان په ډول په ډېری هېوادونو کې د بکارت پرده د نه واده شوې جينۍ د عزت، حيا او اخلاقو د نمونې ښکارندويي کوي.
په ډېرۍ ټولنو کې د نجونو د بکارت پردې شتون په دې دلالت کوي، چې يادې جينۍ سپيڅلې دي او له واده وړاندې يې ناروا اړيکې نه دي ساتلې. خو دا بايد وويل شي، چې د خدای ج په قدرت ځيني نجونې له پيدايښته د بکارت پرده نه لري او ځيني هم پرته له جنسي اړيکو، بلکې د ځينو درندو فزيکي چارو په وسيله دغه پرده له لاسه ورکوي. دلته د بکارت دې په اړه ځيني مهمې خبرې در سره شريکې کوو.
۱- د بکارت پرده د نيمې مياشتې شکل لري. دغه پرده د ميرمنو د تناسلي لارې ټوله برخه نه پوښي، بلکې د مياشتنۍ ناروغيی وينه ورڅخه بهر کيږي. ځيني نجونې داسې پيدا شوې وي چې د بکارت پردې په وسيله يې د فرج ټوله خلاصه برخه پوښل شوې وي، چې يو غېرې روغتيايي حالت دی.
۲- د بکارت پردې لېدل اسانه نه دي. ځيني نجونې د خپلې بکارت پردې په اړه فکر کوي چې سالمه ده او کنه؟ ځيني کسانو کې د هندارې په مرسته دغه پرده لېدل کيږي، خو په ډېرۍ نجونې دا سخته وي چې د بکارت پرده وګوري. نو که چېرې د بکارت پرده درته نه ښکاري نو د اندېښنې وړ مساله نه ده، ښايي ياده پرده شتون ولري خو لېدل يې د کوچني والي پر اساس سخت وي.
۳- لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، ځيني نجونې د زېږون له وخته د بکارت پرده نه لري. د بکارت پردې نه شتون دا مانا نه لري چې ختماً جنسي اړیکې تر سره شوي دي، بلکې د ځیني نورو لاملونو پر اساس ځینې نجونې دغه پرده نه لري.
۴- د نجونو د بکارت پرده بايد د نجونو له پاکوالي او سپيڅلتيا سره ونه تړل شي. هغه نجونې چې له واده وړاندې د خپلې بکارت پردې په اړه فکر کوي چې آيا سالمه ده او کنه؛ له يو څه وخت وروسته به عصبي ناروغيو اخته کېدای شي. او هر کله چې واده وکړي، نو که چېرې د بکارت پردې نښې يې ښکاره نه شي نو کورنی ژوند يې بايد تريخ نه شي. لوی خدای ج خپل بندګان په مختلفو څېرو، بڼو، رنګ، لوړوالي - ټيټوالي، روغ او معيوب پيدا کړې دي. ښايي يوه جينۍ په طعبيي ډول د بکارت پرده ونه لري چې تر شا يې د لوی خدای ج قدرت او خوښه ده.
وروستي