جان بولتون: ولسمشر ټرمپ نه پوهېدو چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی دی او که محمد اشرف غني؟ 

روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، د متحدو ايالتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولتون له دندې د ګوښه کېدو نېږدې لس مياشتې وروسته يو کتاب لېکلی او پّ هغه کې د ولسمشر ټرمپ د سياستونو او عاداتونو په اړه ويلي  دي. د دغه کتاب دوه څپرکي د افغانستان په اړه لېکل شوي  دي. 

جان بولتون لېکلي چې ټرمپ په دې ټېنګار کولو چې بايد له افغانستانه ټول امريکايي پوځيان وځي. هغه ويل چې که چېرې د داعش د افغانستان لپاره ګواښ وي، د امريکا پر ځای د روسيې مسووليت دی چې د دغه ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړي او لاس په کار شي. 

جان بولتون ليکلي چې ډېری ناستو کې به چې د افغانستان په اړه خبرې کېدلې نو ټرمپ د ګواښونو په پام کې له نېولو پرته ويل چې له افغانستانه بايد امريکايي پوځيان بهر شي. د جان بولتون په کتاب کې راغلي دي چې په يوې ناستې کې د بهرنيو چارو اوسني وزير مايک پيميو او د دفاع پخواني وزير هم ګډون درلود، ټرمپ د دوی خبرې پرې کړې او ټېنګار يې په دې وکړ چې له افغانستانه دي امريکايي پوځيان بهر شي. 

جان بولتون ليکلي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په شمول د نړۍ له هېوادونو او مشرانو مالومات نه درلود. هر کله به چې افغانستان کې د فساد په اړه خبرې کېدلې نو د محمد اشرف غني پر ځای به يې د پخواني ولسمشر حامدکرزي ذکر کولو او ټرمپ داسې فکر کولو چې حامد کرزی اوس هم د افغانستان ولسمشر دی. 

سپينې ماڼۍ هڅه وکړه چې متحدو ايالتو کې د ولسمشريزو ټاکنو په دغه بهير کې د جان بولتون د کتاب د چاپ مخه ونېسي خو تمه ده چې په دې څو ورځو کې د جان بولتون کتاب چاپ شي. شنونکي په دې باور دي چې د جان بولتون د کتاب چاپ کېدل به د ولسمشر ټرمپ په ټاکنيز کمپاين منفي اغېز وکړي. 

له بلې د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په شمول د ټرمپ ادارې کسان پر جان بولتون د خائن تور پوري کوي او زياتوي چې دغه کتاب کې داسې مسايل راخېستل شوې دي، چې د امريکا ملي امنيت ته ګواښ پېښوي. د ټرمپ وياند ويلي دي چې د جان بولتون کتاب د ولسمشر ټرمپ  د سيال نوماند جوبايډن له خوا د ټاکنيز کمپاين هڅه ده.