اوباما د ديموکرات او ټرمپ د جمهوريت غوښتونکو ګوند غړی دی؛ ديموکراتان او او جمهوريت غوښتنکي سره څه توپير لري؟ لومړۍ برخه

د تاريخ په اوږدو کې امريکا متحدو ايالتو کې د سياسي ګوندونو پنځه پړاونه تېر شوې دي. 

۱- لومړی پړاو:
له ۱۷۹۲ تر ۱۸۲۴ پوري امريکا متحدو ايالتو کې د لومړي ځل لپاره د سياسي ګوندونو سېسټم راڅرګند شو. امريکا کې لومړني سياسي ګوندونه  Federalist Party او ديموکرات - جمهوريت غوښتونکي ګوندونه وو. فدرالېسټ ګوند د وخت د ماليې وزير  الکساندر همیلتون جوړ کړ. نوموړي له انګلستان سره نېږدې اړيکې درلود او د ګوند اساسي موخې یې یو غښتلی مرکزي حکومت او د مالي برخې مرکزي بانک او سېسټم  وو. 

د ديموکرات - جمهوريت غوښتونکي ګوند بنسټ مدیسون او توماس جفرسون اېښی وو. دوی د  الکساندر همیلتون د پالېسۍ سرسخت مخالفين وو. ۱۸۱۲ کال کې متحدو ايالتو کې کورنۍ جګړه پای ته ورسېد او د  Era of Good Feelings په نوم دور پيل شو. په دې سره په ۱۸۲۴ز کال کې د سياسي ګوندونو لومړی پړاو هم پای ته ورسېد. 

۲- دويم پړاو: 
دويم پړاو کې د لومړي پړاو ديموکرات - جمهوريت غوښتونکي ګوند په دوه برخو سره ووېشل شو. هغه مهال د  Whig Party په نوم يو ګوند له جمهوريت غوښتونکو رامنځ ته او بل په خپله ديموکرات ګوند وو. دويم پړاو کې فدرالېسټ ګوند له منځه لاړ. د هغه مهال ديموکرات ګوند د ولسمشريز نظام ملاتړی وو؛ د متحدو ايالتو د بانک او صعنتي سېسټم چې په پايله کې يې ماليې رامنځ ته کېدلې مخالفت درلود. 

بله خوا کې  Whig Party د فدرال او ايالتي جوړښت ملاتړ کولو. دوی د کنګرس يا مشرانو او ولسي جرګې په جوړښت ټېنګار کولو ترڅو د اجرائيه ځواک چارې وڅاري.  Whig Party ګوند مالي سېسټم پرمختللي کول او د صنعت د ودې پالېسۍ درلودې. په ۱۸۵۰ کالونو کې  Whig Party په خپل منځ کې سره ووېشله شوه او له منځه لاړه. 

۳- درېيم پړاو: 
متحدو ايالتو کې د سياسي ګوندونو درېيم پړاو له ۱۸۵۴ پيل او ۱۸۹۰ کالونو پوري يې دوام وکړ. هغه وخت کې د غلامۍ ضد جمهوريت غوښتونکی ګوند رامنځ ته شو. جمهوريت غوښتونکی ګوند د Whig Party له پالېسيو اغېزمن وو. د سياسي ګوندونو په درېيم پړاو کې ديموکرات ګوند پر خپل ځای پاې وو، د امريکا د کنګرس په مشرانو جرګې او ځيني وخت يې په مشرانو او ولسي دواړو جرګو کې قدرت درلود. 

۴- څلورم پړاو: 
څلورم پړاو له ۱۸۹۶ پيل او تر ۱۹۳۲ يې دوام وکړ. دغه مهال ديموکرات او جمهوريت غوښتونکي ګوندونه وو، خو په سياسي جوړښت کې ژور بدلون رامنځ ته شوی وو. 

۵- پنځم پړاو: 
دغه پړاو له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته پيل شو. جمهوريت غوښتونکي ګوند په دوه برخو سره ووېشل شو. يوه برخه يې منځنلاري وو او بله برخه يې محافظه کاران. د امريکا د سياسي ګوندونو په پنځم پړاو کې ديموکراتان په واک کې وو او جمهوريت غوښتونکو د اپوزېسيون بڼه درلوده. 

نور بيا .....