ټافل ازموينه کې د لېکنې (writing) دندې 

د لېکنې لومړۍ دنده: لوستل او غوږ نېول Writing Task1: Reading and Listening: 
د ټافل ازموينې لومړۍ دنده integrated task ده، کوم کې چې د لېکنې ترڅنګ بايد نورې چارې لکه لوستل او او غوږ نېول هم تر سره شي. دغه برخه کې تاسې لومړی د درېيو دقيقو لپاره يوه علمي مقاله لولئ او نوټ يې اخلئ. د علمي مقالې له لوستلو وروسته، تاسې يو علمي درس يا لکچر ته غوږ نېسئ.

 علمي لکچر هم د علمي مقالې په ډول په ورته موضوع برابر شوی وي، خو يو څه توپير لري. د مقالې په ډول به له لکچر هم نوټ اخلئ. هر کله چې لکچر پای ته ورسيږي نو له تاسې د علمي مقالې او علمي لکچر په اړه پوښتنې کيږي. دغه مهال تاسې شل دقيقي وخت لری، چې د مقالې او لکچر په اړه پوښتنې منظمې، پلان او ولېکئ. د مقالې يا لېکنې او لکچر ګډ ټکي رااخلئ، پرتله او تشريح کوی يې. 

ټافل ازموينې کې د لېکنې دغه برخه د خبرو کولو يا speaking برخې ته ورته ده. هلته هم تاسې يوه لېکنه لولئ او يو لکچر ته غوږ نېسئ، بيا دواړه يوځای کوئ او په اړه يې خبرې کوئ. د لېکنې برخه کې مقاله لويه، تشريحي، بېلګې لرونکې او مهم ټکي يا key points لري، خو د خبرو يا speaking برخه کې بيا مقاله د لېکنې برخه په پرتله کوچنۍ وي. 

د لکچر په پای کې له تاسې غوښتل کيږي، چې مقاله او لکچر کې ګډ ټکي لنډيز يا summarize کړئ او د دوی ترمنځ اړيکې تشريح کړئ. دغه وخت کې تاسې اړ ياستئ، چې د مقالې او لکچر ګډ ټکي سره توپير او پرتله کړئ. همدا ډول به د مقالې او لکچر په اړه خپله پوهه څرګنده کړئ. 

دا چې څنګه د ټافل ازموينې د ليکنې برخه کې د علمي مقالې او علمي لکچر ګډ ټکي راواخلئ، خلاصه او لنډيز يې کړئ، په لاندې سټراټېژيو کې درته په ګوته کيږي.

نور بيا .......