پښتو موسیقي مفت شوقیان لري؛ خو خدمتګاران او ملاتړي نه لري! 

پښتو موسیقي د ولسي ادب غوښنه برخه تشکیلوي، دا برخه پریمانه شوقیان او ویونکي لري؛ خو ددې برخې ملاتړي او حامیان په نشت حساب دي.

پښتو هنر مندان له شوقه موسیقي پیلوي؛ خو له مجبورۍ یې د رزق ګټلو وسیله ګرځي. 
دا برخه د ولسي تفریح یوه مهمه ده؛ خو زموږ مشران او ددې برخې اوریدونکي د موسیقۍ له هنر مندانو سره د هېڅ ډول خواخوږۍ تار نلري.

د ملنګ جان بابا په یو تلین کې مې پر دریځ خبرې کولې، د خبرو پر مهال د پښتو موسیقۍ تکړه سندرغاړی ایوب استاد، غونډې ته پر داسې حال راغی، چې دوو کسان له لاسو نیولی و او په ډېر تکلیف یې غونډې ته راوست، غریب سخت ناروغ و.

زما له خبرو مخکې ډېرو خلکو د ملنګ جان بابا د فکر ملاتړ او خپراوي لپاره څرګندونې وکړې او د ملنګ جان بابا فکر یې ددې ولس د بیدارۍ لپاره مهم وګڼه.

دوی زیاته کړه، چې د بابا مقبره دې جوړه شي، واټونه دې ورته په نوم شي او د شعر لار یې باید تعقیب شي.

ما د بابا د فکر ملاتړ وکړ او په ټولو برخو کې مې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ما د بابا د فکر او د پښتو ادب د ودې لپاره د ایوب استاد په څېر د ژوندیو تکړ هنرمندانو ملاتړ غوره وباله، ما د ولسي ادب د ژوندي ساتلو او سینه پر سینه ددې ادب انتقال د ولسي هنرمندانو کار وباله، چې له امله یې پښتو موسیقي ژوندۍ پاتې ده.

ایوب استاد د افغانستان په ختیځ کې اوسېږي او د ملنګ جان بابا په څېر یې د ګڼو تکړه شاعرانو شعرونه، سروکي او سندرې، د ولس د بیدارۍ لپاره ویلي، چې د هېوادني فکر د ودې سبب ګرځیدلي دي.

ایوب استاد کور نلري، خواړه یې نشته او درملو اخیستلو ته حیران دی.

میرویس شوقي!
د شمشاد ټلوېزیون تفریحي خپرونې ( جوړ پخیر)  تکړه او همیشنی همکار میرویس شوقي په داسې حال کې ومړ، چې د پښتو موسیقۍ ملاتړو او خدمتګارانو(!) ورته یوه پراسټامول ګولۍ هم وانه خیسته.

د شوقي کورنۍ کیسه کوي، چې ډاکټرانو ورته د تصفیه اوبو، د یخنۍ او مېوې توصیه کړې وه؛ خو له ډېرې غریبۍ ونه توانیدو، چې میرویس شوقي ته پرهیزانه پیدا کړو، بالاخره له ناچارۍ ومړ او کورنۍ ترې پاتې شوه.

د میرویس شوقي مظلومیت ته په کتو، د پښتو موسیقۍ ژوندي ساتونکي ورځ تر بلې دا لاره پرېږي او د خپل ذوق پاللو لپاره نورې لارې لټوي، چې له امله یې پر وطن کې د ایراني، تاجکي، هندي، اردو، ترکیی ... موسیقۍ مسلطېږي، چې له دې لارې پردي فرهنګي یرغل ته زمینه برابرېږي.
څه کول په کار دي؟

ترڅو چې د ولسي ادب ساتونکي، پالونکي او ددې برخې شوقیان،  ملاتړي او حامیان پیدا نکړي، مسولې ادارې له غفلته لاس په سر نشي، زه باور لرم، چې دا برخه به لمنځه ځي او موږ به نور هم ذلیله کېږو.

که څه هم دا برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړوند ده؛ خو بیا هم اړینه ده، چې د پښتو موسیقۍ شوقیان او ویونکي خپله خاصه سرکاري اداره ولري؛ ترڅو دوی له ځان سره ثبت او هر وخت یې د صحت او مصونیت لپاره مبارزه وکړي.

پایله!
دا اوس چې زموږ په کورونو او حجرو کې پردۍ موسیقۍ او سریالونو غویمنډ جوړ کړی دی، دا زموږ غفلت او د خپلې موسیقۍ او فلم د نه ملاتړ معنی لري.

مهمه ده، چې خپله موسیقي او هنر وپالل شي؛ تر څو له پردي فرهنګي یرغله په امان کې پاتې شو؛ که بیا هم غفلت وکړو، نو مړه یو غایبانه جنازه مو په کار ده.