افغان پوځيانو پر کاناډايي کاروان ډزې وکړې


د کاناډا دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې وايي، چې تېره اوونۍ د افغان ملي اردو سرتېرو کندهار ښار ته څېرمه د دوی پر يوه کاران ډزې وکړې. اعلاميه وايي، چې تېره اوونۍ ترهغې وروسته چې کاناډايي ځواکونو دملي اردو له يوه موټر سره سپک ټکر وکړ، کاناډايي کاروان ودرېد او د ټکر اړوند کاغذونه يې ډک کړل او وخوځېدل. دملي اردو سرتېرو چې نه غوښتل کاناډايي کاروان وخوځيږي پر کاروان هوايي ډزې وکړې، خو کاناډايانو خپله لار ونيوله او ځوابيه ډزې يې هم ونه کړې. په دغه پېښه کې کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې. اعلاميه وايي، چې کاناډايي ځواکونه په کندهار کې لهافغان وسله والوځواکونو سره ښه اړيکي لري اودا وړه پېښه د دوی ترمنځ پراړيکو کومه ناوړه اغېزه نه لري.