د يوسف رضا ګېلاني حکومت دنسکورېدو له ګواښ سره مخ شوی

ترهغې وروسته چې پرون دمهاجروقومي غورځنګ د يوسف رضا ګېلاني له ائتلافي حکومت څخه د وتلو اعلان وکړ، د پاکستان د جميعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني د استعفا غوښتنه وکړه. د ده په وينا پيپل ګوند نور په پارلمان کې اکثريت نه لري او يوسف رضا ګېلاني بايد د لومړي وزارت کرسۍ بل چاته پرېږدي. دمولانا فضل الرحمان ګوند هم تېره مياشت د يوسف رضاګېلاني له خوا د دوی د يوه وزير تر لرې کولو وروسته له ائتلاف څخه د وتو پرېکړه اعلان کړه.
که چېرې د مهاجروقومي غورځنګ او جميعت علمای اسلام د پيپل ګوند ملګرتيا پرېږدي ، نو حاکم ائتلاف نور نه شي کولی په پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړي .