د فرانسې انقلاب: ولې دغه پاڅون تاريخي پېښه، نړيوال ارزښت او تر نن د بحث موضوع ده؟ دلته يې ولولئ 

د ۱۸مې زږېديزې پېړۍ د نهمې لسيزې وروستی کال وو، يانې ۱۷۸۹ کال. دغه مهال لوی شپاړسم  (Louis XVI) د فرانسې پاچا وو. دی د فرانسې د شاهي حکومت وروستی پاچا پاتې شوی. د لوی شپاړسم  (Louis XVI) د واکمنۍ پر مهال د فرانسې د شاهي حکومت خرانه د اختلاس له امله خالي شوې وه، له کالونو راهيسې د خلکو د کر-کيلې حاصلات بې خونده او کم شوي وو، وچکالي لګېدلې وه، د خواړو بيې لوړې، حيواناتو ته بيلا بيلې ناروغۍ ته ورپېښې او په لويه کې د لېرې پرتو سيمو وګړو ترمنځ ناارامي او غربت خپور شوی وو. 

ډېری خلکو د حکومت له خوا د لوړې ماليې اخېستل او د ستونزو د نه حل څخه سر ټکولو. ۱۹۸۶ز کال کې، د فرانسې شاهي حکومت  لوړپوړي مامور چارلز الكساندر دو کالون (Charles Alexandre de Calonne) د ماليې ستونزو د حل لپاره يو عمومي پلان وړاندې کړ، چې د ټولنې د نجيبې او امتيازې طبقې به هم په کې ماليې اخېستل کيږي. پاچا،  لوی شپاړسم  (Louis XVI) د چارلز الكساندر دو کالون (Charles Alexandre de Calonne) پلان په اړه د فرانسې حکومت د روحانيونو، منځني کلاس او شريفې طبقې جرګه چې هغه وخت يې نوم، Estates-General را وغوښتله. دغه جرګې د فرانسوي ټولنې د شکايت لرونکو او ځورېدلو ډلو خلک وبلل چې د خپلو ستونزو نوملړ جوړ او دوی ته يې وړاندې کړي. 

د فرانسې عوام چې ورته Third Estate ويل کېدل له حکومت سخت ناراضه وو او شمېر يې هم د ټول نفوس ۹۸ سلنې ته رسېدلی وو. دغه طبقه يا اکثريت عوام شاهي حکومت کې د لږکۍ شريفې طبقې يا noble له امتيازونو سره مخالف وو او غوښتل يې چې ټول بايد له مساوي حقونو او حکومت کې له مساوي برخې اخېستنې برخمن شي. د عوامو يا  Third Estate پرله پسې شکايتونه او اعتراضونه سبب شول، چې فرانسه کې خلک په سياسي او ټولنيزه برخه کې وېښ او فعال شي او دا هر څه د فرانسې د انقلاب يا پاڅون لامل شول. 

فرانسه کې د خلکو پاڅون چې د فرانسې په انقلاب شهرت لري، د ۱۷۸۹ز کال د مې مياشتې په پنځه نڼېټه پيل شو او بيا د ۱۷۹۹ز کال د نومبر مياشتې په نهمه نېټه پای ته ورسېد. تاريخ د فرانسې انقلاب عمر لس کاله، شپږ مياشتې او څلور ورځې ثبت کړی دی. 

د فرانسې د انقلاب په پايله کې د اساسي قانون اړوند شاهي حکومت جوړ او پخوانی شاهي نظام چې اشرافي يا aristocratic وو له منځه لاړ. د ياد انقلاب په پايله کېو وروسته په فرانسه کې سېکولار، ديموکراتيک او پوځي جمهوريت رامنځ ته شو. د فرانسې انقلاب په پايله کې ژور ټولنيز بدلون چې په حکومتي چارو کې د عامو خلکو برخه اخېستل وو، هم بنسټيز شول. 

د فرانسې انقلاب وروسته د انقلاب بريالی پوځي قومندان ناپلئون بناپارت Napoleon Bonaparte  په فرانسه کې واک ته ورسېد، امپراتوري يې جوړه او د ډېری اروپايي هېوادونو سره يې جګړې پيل کړې. ۱۷۹۹ کال د نوامبر په نهمه نېټه ناپلئون بناپارت د انقلاب پر مهال پنځه کسيزه جوړه شوې شورا لغوه اعلان کړه او واک يې په لاس کې واخېست. دې سره د فرانسې انقلاب چې ټولنيزه او سياسي وېښتيا يې منځ ته راوړې وه پای ته ورسېد او په فرانسه کې د ناپلئون بناپارت دورې په نوم دور شروع شو.