امريکايي قومندان: د پاک – افغان دپولې تړل ناشونې دي

د افغانستان په ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قومندان (جنرال وايت لانګ) وايي، چې دا به ډېره ساده ګي وي ، که فکر وکړو چې کولی شو د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله په بشپړه توګه د وسله والوپر وړاندې وتړو. ده وويل ، چې دا پوله تر 2000 کيلومترواوږده ده ، او په دوديزه بڼه د هغې د تړلو لپاره پريمانه امکاناتو ته اړتيا ده. ده وويل، چې سره له دې موږ په افغانستان کې د ننه د طالبانو پروړاندې بريالي روان يواو د افغانستان او پاکستان پر پوله د عملياتو په ترڅ کې د حقاني د ډلې يوشمېر مشران وژل شوي او ياهم نيول شوي دي، خو د ډلې مشري لاهم د پاکستان په قبايلي سيمه کې پټه ده.