يوې چاودنې د کراچۍ په پوهنتون کې 16 تنه ټپيان کړل

پرون دکراچۍ پوهنتون په اصلي ودانۍ کې د يوه بم د چاودنې له امله 16 تنه ټپيان شول. بم هغه مهال وچاودېد، چې محصلين په خوړنځای کې د ډوډۍ پرخوړلو بوخت وو. روغتيايي کارکوونکي وايي، چې د دريو تنو حالت خراب دی. تر اوسه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.