د اوبو تږي؛ ايران او پاکستان، د افغانستان لپاره د لستوڼي ماران جوړ شوي

پاکستان د اوبو حرص او د ګاونډۍ خاورې غصب ته سترګې نېولي او ایران د اوبو کمښت؛ لېونی کړى دى.

دا عامه خبره ګرځېدلي چې پاکستان زموږ له خاورې؛ زموږ پر خاوره راکټېز بریدونه کوي او د اوبو تږى ایران تل زموږ په انساني برخې بې رحمي کړې/ کوي یې او تل یې زیانمن کړي يو.

دا دوه هېوادونه له کلونه راهیسې په دې خاوره کې په بېلابېلو بڼو، د خپل موخو د تر لاسه کولو او خونديتابه لپاره؛ ډول ډول لوبې او استخباراتي پروژې پر مخ وړي او تل ستر ستر جنایتونه کوي، چې تر یوې مودې، د رسنیو د خبرونو سرټکې وي، خو له بده مرغه د لنډې مودې وروسته بېرته هېر شي.

پاکستان څه غواړي؟
پاکستان د نړۍ پرمخ هغه هېواد دی، چې نه خپل نفوس لري او نه خپله جغرافیه؛ له همدې امله د یوه بشپړ ملت او ځانګړي جغرافیې څخه برخمن ندی.

پاکستان، خاوره او نفوس له هند او افغانستان څخه غصب کړي او خپل هېواد یې ترې جوړ کړی دی، چې اوس پاکستان د مافیا رول لوبوي او خپل مصنوعي جفرافیوي شتون ته پایښت بښي.

دا چې پاکستان په ځلونو پر افغان خاوره راکټېز بریدونه وکړل، موخه یې پر افغان خاوره د اغزن تار غځول و، چې په نسبي توګه په خپل ترسره کړي جنایت کې بریالی هم برېښي.

پاکستان غوښتل، چې د اغزن تار سیمه په خپلو راکټېز بریدونو ناامنه کړي، ترڅو خلک سیمه پرېږدي او په ارامۍ وشي کولای چې خپلې کاذبې دعوې کې بریالی شي، چې تر ډېره یې خلک کډوالۍ ته هم اړ کړل او د پولې په اوږدو کې يې د يو ولس پر زړه باندې اغزن سيم و غځوو او په دي کار سره غواړي چې يو ولس پر دوه برخو و ويشي.

ایران څه غواړي؟
په دې وروستیو کې د ایران هېواد د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ شوی دی، په زرګونو جریبه بڼوڼه او ځمکې یې د اوبو د نشتون له امله له کاره لوېدلي دي او په دي توګه ايران د اوبو د کمښت سره مخ دی.

ایران اوس هڅه کوي، چې د افغانستان هغه سیمې ناامنه کړي، چېرته چې افغان دولت غواړي یا پلان لري، چې پر سېندونو بندونه جوړ کړي.

ایران هڅه کوي، چې دوي ته نږدې افغان سېندونه تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ تر څو د اوبو د کمښت څخه وژغورل شي.

دغه راز ایران غواړي په وژنو او ډار خپرولو سره د افغانستان هغه سیمې ناامنه کړي، چې د ایران ګټې پکښي خوندي کېږي.

ددې ترڅنګ ایران په افغانستان کې د امریکا له شتون څخه هم په وېره کې دى، د خپلو لاسپوڅو پرمټ هڅه کوي چې په افغانستان کې له هرې روانې لوبې ژور خبر شي؛ تر څو له صحنې ونه وځي او له بدو بدتر نشي.

اوس ولې ایران خپلو جنایتونو ته زور ورکړی؟
د محمد حنیف اتمر له وزیر کېدو سره د بهرنیو چارو وزارت ډېر رازونه له ایرانه خوندي پاتې شول، ایران اوس په سختۍ کولای شي، د بهرنیو چارو وزارت له پلانونو او برنامو څخه خبر شي.

ددې لپاره چې افغان ولس او افغان سیاسیون د اتمر پر وړاندي را و پاروي او په ملي شورا کې د دوي پرمټ د اتمر صاحب لپاره د باور رايې اخیستلو لړۍ پیچلې کړي او په دي سره اتمر صاحب له ماتې سره مخ کړي؛ نو له همدې امله ایران زموږ د هېواد او هېوادوالو پر وړاندي، خپل جنایتونو ته زور ورکړی دی.

پایله:
افغان دولت ته په کار ده، چې د نړیوالو اصولو په رڼا کې د ایران او پاکستان څخه د افغان ولس لپاره، د عدالت غوښتنه وکړي او اړوندې نړیوالې عدليي مراجع دې په جریان کې کړي؛ تر څو دا خاوره د ایران او پاکستان له شره په امان کې پاتې شي.