په هلمند کې يو برتانوی پوځي ووژل شو

د برتانيې د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي، چې پرون دهلمند ولايت په مرکز لشکر ګاه کې د دوی يو سرتېری د سړک غاړې د چاودنې له امله ووژل شو. د خبر له مخې نوموړی په يوه سړک کې دمينونو د شنډولو پر چار اخته و، چې يو مين وروچاودېد. د دغه سرتېري له مړينې سره په افغانستان کې دبرتانوي سرتېرو د مړو شمېر 348 تنوته ورسېد، چې 103 تنه يې سږکال وژل شوي.