بې پيلوټه الوتکو پر شمالي وزيرستان 6 بريدونه ترسره کړل

له شمالي وزيرستان څخه خبرونه وايي، چې پرون ماښام امريکايي بر پيلوټه الوتکو ميرانشاه ته څېرمه 6 بريدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې شاوخوا څلوېښت تنه ووژل شول.څلور بريدونه د افغانستان پولې ته نږدې د غلام خان په سيمه کې ترسره شول، چې پر يوه موټر د بريد له امله شاوخوا نهه تنه ووژل شول. په يوه بل بريد کې دحافظ ګلبهادر ډلې يوکور په نښه شو. چارواکي د 33 کسانو د وژل کېدو خبره کړې ، خو ځايي خبرونه بيا د 40تنو د وژل کېدو خبره کوي.