څېړنه: آیا له جنسي اړيکو کرونا ويروس خپريږي؟ د نارينه په مني يا  Semen کې د کرونا ویروس شتون 

کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې له شپبږ مېلېونه ډېر کسان نېولی دی او له ۴۰۰زره ډېرو ژوند يې اخېستی دی. د دغه ویروس د لېږد عمده لار تنفسي سېسټم ښوودل کيږي او دا توصيه هم کيږي چې له سترګو له لارې دغه تنفسي ویروس د وینې جریان له لارې وجود ته دننه کيږي او بيا تنفسي سېسټم تر بريد لاندې نېسي. د لاسونو مېنځل، ټولنيز واټن ساتل، پوزې، خولې او سترګو ته د ککړو لاسونو نه نېږدې کول د روغتيا نړيوال سازمان سپارښتنې دي. دغه ویروس به هوا کې نه پاتې کيږي خو نور نېږدې په هر ځای کې شتون درلودی شي. په هر ډول سطحو، ميو، خواړو او پيسو د ويروس پاتې کېدل؛ دغه ويروس لېږد اسانه کړی دی. دا چې دغه ويروس د جنسي اړيکو له لارې انتقال پيدا کوي او کنه او يا دا چې د نارينه په مني کې دغه ويروس پاتې کيږي او ميرمنې ته لېږدېدی شي؟ په اړه یې تازه څېړنه شوې ده. 

چين کې د  JAMA Open Network په نوم یوې ادارې  په دې اړه چې آيا د جنسي اړيکو او یا په ځانګړي ډول د نارينه مني يا سېمن له لارې کرونا ويروس لېږدې  دی  شي او کنه؟ تېرې فېبرورۍ مياشت  کې يادې ادارې د چين په Municipal نوم روغتون کې د ۳۸  نارينو معاينات واخېستل او ۳۸   واړه په کرونا وروس ککړ وو. 

د تر سره شوې څېړنې اړوند د ۳۸ کسانو له ډلې چې په کرونا ويروس ککړ وو، د شپږو کسانو  په مني کې هم دغه ويروس شتون درلود. د يادې څېړنې اړوند دا شونې ده چې د ځينو نارینو په مني کې کرونا ويروس شتون ولري او بيا د جنسي اړيکو له لارې ميرمنې ولېږدول شي. خو دا چې په دې برخه کې شوې څېړنه کوچنۍ وه او نورې پراخې څېړنې نه دې شوې، نو ساينس پوهان وايي چې اوس له ډېر وختي ده، چې د جنسي اړيکو له لارې د کرونا ويروس د لېږد او د نارينه په مني کې د کرونا ويروس د شتون په اړه ځواب وويل شي. روغتيا پالان وايي چې مني کې د کرونا ويروس شتون او بيا دا چې ايا کرونا لرونکی مني روغه ميرمن هم پ دې وريرس ککړولی شي او کنه؟ وخت او ډېر کار ته اړتيا لري. 

تر سره شوې څېړنه کې دا هم نه دي ويل شوي، چې کله مني ته کرونا ويروس ورسيږي نو د څومره وخت لپاره هلته ژوندی پاتې کيږي. شوې څېړنه کې دا پوښتنه، چې که چېرې مني کرونا ويروس ولري او له ميرمنې سره نېږدې والی وشي، نو کرونا ويروس به ميرمنې ته ورسيږي او کنه؟ نه ده ځواب شوې.