ګاونډیانو ته هم ارزښت نۀ لرو

لۀ کومې ورځې چې جګړه پۀ افغانستان کې پېل شوې ده، افغانانو او افغان خاورې ښۀ ورځ نۀ ده لېدلې!

افغانان خپلو کې د یو بل پۀ نوم وژل کېږي، یو ترهګر کړي، بل اتل کړي، بل د هېواد سرتېرۍ کړي...

پۀ همدې ډول د یو، بل وژلو ته پلمې لټول کېږي او د وجدان د غذاب څخه د خلاصون لپاره ځان ته یو فتوا صادر وي، تر څو د وجدان غذاب څخه خلاص شي.

دلته هره ورځ جنازې دي، هره ورځ ویر دی، هره ورځ نوی غم دی.
د یتیمانو کورونه ډک دي، پېغلې مو دوهم ځل واده شوې، خویندې بې وروره شوې، میندې بې زامنو شوې.

دې بدمرغې جګړې د افغانانو څخه هر څه اخېستې دي، داسې ورځ افغانانو نۀ ده، تېره کړې چې دوی(افغانان) پکې ویر نۀ وي کړی.

مشران مو پۀ عشق او عشرت کې ډوب دي، د ملت غم ور سره نشته، فساد دوی کوي، غلاوې دوی کوي، خو ملت چوپ دی، غلی دی اخیر تر کومه!؟

یو مو پۀ داخل کې جنګ روان دی، هره ورځ مو وطنوال پۀ یو نوم بل نوم وژل کېږي، خو د داخلي جنګ اې اړخ ته مو ظالم ګاونډیان هم پۀ ارام نۀ پریږي.

پۀ یو نه یو ډول مو جنګ ته ور ټېل وهي، د لاسوهنې ور ایخوا مو پۀ خپله هم پۀ مستقیم ډول وژني. 

تازه د ایران پۀ یزد ښار کې د افغان مسافرو پر یو موټر د ایراني ځواکونو لۀ لوري ډزې شوي، چې موټر لۀ خپل ویشتل شوي ټایر نه اور اخیستی او پۀ ترڅ کې یې (۳) افغان مسافر مړۀ او (۵) نور ټپیان شوي.

دا چې افغانان پۀ بېلا بېلو نومونو وژل کېږي، خو د پوښتنې یې څوک نشته!
ګاونډیان مو هم ځکه وژني، دوی ته هم ارزښت نۀ لرو، زموږ ظالم ګاونډیان پۀ دې پوهیږي، چې د افغانانو د پوښتنې څوک نشته، څوک یې رانه پوښتنه نۀ کوي، نو ځکه مو پۀ مسلسل ډول وژني.
لۀ دې یوه میاشت وړاندې هم د افغانستان او ایران پۀ ګډه پوله یو شمېر افغان کډوال لۀ وهلو او ډبولو وروسته هریرود سیند ته وغورځول شول، چې د ایراني او افغان پلاوي لۀ ټاکل کېدو وروسته دا معلومه شوه، چې پۀ دې پېښه کې (۴۶) افغانانو لۀ ډلې (۱۲) وژل شوي(۱۷) لا درکه او (۱۷) نور ژغورل شوي دي.

دا هغه نومونې دي، چې فقط پۀ دې لنډ وخت کې یې موږ پۀ لاس کې لرو!

نۀ یوازې ایران بلکې، پاکستان، چین او ډېرو نورو هېوادونو د افغانانو وژلو ته ملاء تړلي ده.
دا وژني عادي نۀ دي، ددې وژنو تر شا ضرور پټې خبرې شته!

یو دلیل چې موږ پرې پوهیږو دا دی، چې مشران مو د پردیو اجنټان دي، دوی(مشران) مو ملت خپل نۀ ګڼي، ځکه لۀ ګاونډیانو څخه د خپلو خلکو د وژلو پوښتنه هم نشي کولای!

پۀ وار، وار افغانان د ګاونډیانو د لاسه پۀ یو او بل نوم وژل شوي، چې وروسته بیا افغان دولت یې د څېړنې خبره کړې ده، خو افسوس چې تر پایه قضیه تعقیب شوې نۀ ده.

اوس چې ایران بیا هم د افغانانو وژلو ته زور ور کړی، افغان دولت ته پکار ده، چې د ایران او د ایران پۀ څېر لۀ هر هغه ګاونډي سره چې افغانان وژني هر ډول اړیکې پرې کړي، تر څو ګاونډیان او پۀ تېره ایران پۀ دې پوه شي، چې د افغانانو د پوښتنې یو څوک شته.

که افغان دولت لۀ ایران سره جدي مخکې لاړ نشي، نو د افغانانو وژل به همداسې روان وي، نو پکار ده، چې افغان دولت او طالبان د ایران د ظلمونو پۀ وړاندې چوپ پاتې نشي او د هر افغان د وینې پوښتنه ورنه وکړي.

ددې تر څنګ نړیوالې ټولنې ته هم پکار ده، چې د افغانستان پۀ ګاونډیانو باندې غږ وکړي، چې د افغانانو وژلو ته د پای ټکی کېږدي.

همدارنګه افغان دولت او طالبانو ته پکار ده، چې بين الاافغاني خبرې ژر پېل کړي، تر څو دا بدمرغه جګړه پای ته ورسیږي او افغانان ارام، سوکاله ژوند او هېواد ولري.