حکومت يې په کړنو چوپ دی؛ ملي ارزښتونو، پښتون قوم او ولسمشر غني ته د لطیف پدرام نومي بيا ځلي سپکاوی او توهين

حکومت يې په کړنو چوپل دی؛ ملي ارزښتونو، پښتون قوم او ولسمشر غني ته د لطیف پدرام نومي بيا ځلي سپکاوی او توهين
ډاکټر نېک محمد ويال 
د لطيف پدرام په نوم د بدخشان ولايت يو وګړی چې ځان ډاکټر معرفي کوي او په تېرو څو دورو کې له بدخشان ولایت څخه په ولسي جرګه کې غړی او د افغانستان ملي کنګرې په نوم سياسي ګوند هم لري؛ پرته له هر ډول سرو کرښو او نزاکتو د هېواد د ملي ارزښتونو لکه د هېواد نوم، د هېواد تاريخ، ملي ژبې پښتو، د هېواد ملي  بيرغ، د هېواد ملي سرود، د هېواد اساسي قانون، ځمکنۍ بشپړتيا او د هېواد نامتو سياسي څېرو په اړه سپکاوي - سپورې وايي، تورنه پرې پوري کوي او به لويه کې افغانستان کې د شته قومونو ترمنځ نفاق او توپير ته لمنه وهي. 

لطيف پدرام د امريکا په ملاتړ افغانستان کې د نوې ادارې به جوړېدو سره را څرګند شو او د خپلو تعصبي او قومي خبرو له لارې يې په رسنيو کې ځان مطرح کړ. دی په څرګنده د افغانستان نوم نه مني او وايي چې د افغانستان نوم بايد خراسان ته تغير شي. د هېواد درې رنګه ملي بيرغ، ملي سرود او تېر تاريخ ته سپکاوي کوي او ور سره مخالفت ښيي. پدرام د ډيورنډ کرښې ته هم رسميت ورکوي او خپل يو شمېر ملاتړي دې ته هڅوي چې د پښتنو په مقابل کې تاجکان، هزاره ګان او ازبکان سره يو کړي او د کرکې تخمونه يې ترمنځ وشېندي. 

دغه کس له ټولنيزو رسنيو وراېخوا د هېواد په رسمي رسنيو او ناستو کې هم په پوره سپين سترګۍ سره له ستر احمد شاه بابا ابدالي بيا تر نن ورځې؛ ولسمشر غني پوري؛ ټول پښتانه سياسي مشران، پاچاهان، عملي څېرې، قومي مخور او نور د هېواد خرڅونکو، درغلۍ کوونکو، جګړه جوړونکو، بې کلتوره، پردي پالو او ورته نورو سپکو کلمو يادوي او په څرګنده يې توهين کوي.

پدرام د پښتنو له مجاهدينو، تنوکراتانو، خلقيانو، پرچميانو، سخت دريځه، طالبانو، هېواد پايله، منځ لارو او نورو ټولو د کرکې غږ کوي او داسې تورونه پرې پوري کوي چې د هېڅ وخت محکمې پرې حکم نه دی کړی. نوموړی په لويه کې پښتون قوم، ژبه، کلتور او تاريخ يې جعلي يادوي او دا هر څه پرته له کوم ثبوت او عملي څېړنو کوي. نوموړي ته دري ژبې او په ځانګړي ډول تاجکان، هغه که کمونېستان دي، پرچميان، مجاهد، سخت دريځه، هېواد خرڅونکي، بغاوت کوونکي، پردي پاله، شر اچونکي او نور دي د قدر وړ دي او په اړه يې له حد ډېره مبالغه کوي او په يو نه به يو نوم مطرح کوي. 

لطيف پدرام د افغانستان له اساسي قانون نېولې بيا تر نورو نفاذو قوانينونو پوري چې په افغانستان کې د ژبني، قومي او مذهبي توپيرونو د منعې حکم کوي؛ په پوره جرئت سره خپل فعاليت وړاندې وړي. له ولسمشر حامد کرزي نېولي بيا تر ولسمشر غني پوري څو دورې حکومتونه د لطیف پدرام د کړنو ننداره کوي او پر وړاندې يې هېڅ قانوني او حقوقي اقدام نه کيږي. 

افغانستان کې د ورونو قومونو ترمنځ د کرکې او نفاق يو لامل لطيف پدرام او د نوموړي فکر ته ورته کسان دي چې په ازاد ډول فعاليت کوي. اندېښنه دا ده چې که چېرې د بهرنيو هېوادونو په ملاتړ د لطيف پردام په څېر کسانو د فعاليت مخه ونه نېول شي، نو په افغانستان کې به د قومي او ژبني تعصبونو لړۍ زور واخلي او هېواد کې بحران را منځ ته کولی شي.