د سختې يخنۍ له امله په نيويارک کې بېړنی حالت اعلان شوی

 
په نيويارک کې دسختې يخنۍ، توپان او واورې له امله 1400 الوتنې وځنډول شوې. د نيويارک په سړکونو کې هم تګ راتګ په ټپه درېدلی او له ماساچوسېټ څخه تر شمالي کارولينا پورې بېړنی حالت اعلان شوی. د امريکې د هواپېژندنې د مرکز په وينا په ټوله ختيځه امريکا کې سخته واوره او يخني لګېدلې او په نيويارک کې شاوخوا نيم تر واوره ورېدلې. د نيويارک او بوسټون تر منځ د رېل ګاډي لاره هم بيخي تړل شوې ده. د نيوياک ښاروال خلکو ته خبرداری ورکړی، چې له خپلو کورونو ونه وځي او د سختې اړتيا پر مهال يوازې له عمومي ترانسپورت څخه کار واخلي.