کاناډايي پوهانو دخپلونويو څېړنو په ترڅ کې د مړه انسان او مړه موږک له سترګوڅخه د شبکيې بنسټيزې حجرې تکثير کړي ، چې له مخې يې کېدای شي د يو شمېر ړندړوخلکو د سترګوديد بيا ورغول شي. کاناډايي پوهانو لس کاله وړاندې ثابته کړې ، چې د انسان په شبکيه کې بنسټيزې حجرې شته دي . د دغو حجرو له تکثير او جوړښت سره د هغو کسانو ديد چې د شبکيې حجرې يې له منځه تللې وي، بېرته رغول کېدای شي. دغه پوهان وايي، چې دوی د کاناډاد سترګو د بانک په مرسته د شبکيې په زرګونو حجرې جوړې کړې. د دوی په وينا د يوه کس تر مړينې 24 ساعته وروسته ، دوی ته دهغه سترګه وسپارل شوه، چې دوی بيا تری لس زره نوی حجرې تکثير کړې.
وروستي