د کامې په اړه (https://rohi.af/news/85680) مو دلته شپږ د کارونې سم او درې ناسمې ځايونه درته په ګوته کړل. ځيني لېکوالان د د ټکي لرونکې کامې (؛) او ساده کامې (،) ترمنځ توپير کې ستونزه پيدا کوي. دغه لېکنه د ټکي لرونکې کامې (؛) د استعمال ځايونه او له ساده کامې سره يې توپير درته په ګوته کوو.
- ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon:
ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon د کامې په ډول د يوې جملې دننه نظريې سر تړي او له کامې يې کارونه قوي ده. لېکنه کې د ټکي لرونکې کامې (؛) Semicolon کارونه لېکنه ډېره علمي کوي او لوستونکي يې په ښه ډول ترې مفهوم اخېستلی شي.
۱- ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon د يوې جملې دننه نېږدې اړیکه لرونکې فقرې یا clauses سره تړي. د ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon يوې او بلې خوا فقرې د يو شان وزن لرونکې وي.
بېلګه:
Some people write with a word processor; others write with a pen or pencil.
۲- د هغه دوه خپلواکو فقرو ترمنځ (؛) استمال کړی چې د لېږد په کلمو یا conjunctive adverbs or transitional phrases سره تړل شوي وي.
بېلګه:
However they choose to write, people are allowed to make their own decisions; as a result, many people swear by their writing methods.
۳- ټکي لرونکې کامه هغه وخت استعمال کړئ، چې د یو نوملړ دننه د ورته شيانو ترمنځ کامې کارول شوې وي. دغه صورت کې یو ګروپ له بل ګروپ څخه د ټکي لرونکې کامې په وسيله جدا کړئ.
بېلګه:
There are basically two ways to write: with a pen or pencil, which is inexpensive and easily accessible; or by computer and printer, which is more expensive but quick and neat.
۴- د خپلواکو جملو ترمنځ د کامې استعمال ناسم دی.
بېلګه:
Incorrect: The cow is brown, it is also old.
Correct: The cow is brown; it is also old.
وروستي