دوکتور اياز نيازی څوګ وو؟   

د کابل ښار وزير محمد اکبر خان سيمه کې د مشهور وزير محمد اکبر خان جامع جومات امام او خطيب او همدا ډول د کابل پوهتنون د شرعياتو پوهنځي استاد، دوکتور او مولوي اياز نيازي په ۱۳۴۳ ل کال کې د بدخشان ولايت په يمګان ولسوالۍ کې زږېدلی وو. نوموړي د ښوونځي دورې له لومړنيو زده کړو وروسته پاکستان ته لاړ او د خيبر پښتونخوا پېښاور په دارالقراء اسلامي مرکز کې يې د اسلامي علومو زده کړې پيل کړې. نوموړي هلته د اسلامي شرعيت او قران کريم د قرات برخه کې زده کړې وکړې. 

دوکتور اياز نيازي د ښوونځي دورې زده کړې بيا پيل کړې او د شپې په ليسو کې له دولسم ټولګي فارغ شو. د ليسانس زده کړو لپاره اياز نيازی د مصر مشهور الازهر پوهنتون ته لاړ. نوموړي د مصر په الازهر پوهنتون کې د اسلامي اقتصاد په برخه کې ليسانس بشپړ او وروسته يې په همدې برخه کې د ماسټرا زده کړې هم وکړې. دوکتور نيازي د مصر له الازهر پوهنتون څخه؛ نړيوالې اړيکې د فقې له نظره، برخه کې د دوکتورا سند هم تر لاسه کړ. 

نوموړی مصر کې له خپلو لوړو زده کړو را وروسته هېواد ته راغی، چې د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ استاد او همدا ډول د وزير محمد اکبر خان جامع جومات خطيب شو. 

اياز نيازی د هېواد د مشهورو ديني عالمانو څخه وو. په وزير محمد اکبر خان جومات کې  د نوموړي ديني تبليغ د ځينو رسنيو له خوا هم نشرکېدو او نوموړي هم په ځيني تلويزوني بحثونو کې برخه اخېستله، چې په دې سره ډېری افغانان د اياز نيازي له نوم او څېرې سره اشنا وو. 

نوموړی دوه ورځې وړاندې ماذديګر مهال د کابل ښار په وزير محمد  اکبر خان جومات کې په يو ځانمرګي بريد کې سخت ټپي شو. له څو ساعتونو وروسته  دوکتور اياز نيازي په روغتون کې ساه ورکړه او نن ورځ يې کابل کې جنازه د حکومت د لوړو پوړو چارواکو او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شتون کې خاورو ته وسپارل شوه. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر اياز نيازي بريد غاندلی او هغه يې يو غېر اسلامي او غېر انساني عمل بللی. ولسمشر غني د حج او اوقافو وزير په مشرۍ يو شپږ کسيز پلاوي ته دنده سپارلې ده چې د اياز نيازي د وژلو قضيه وڅېړي او عاملين يې بايد سخت مجازات شي. د يادونې ده چې وسله والو طالبانو هم د دوکتور اياز نيازي پر وژل کېدو خواشيني ښوودلې او هر ډول خپل لاس لرل يې په کې رد کړي دي.