غوږونه یې څک کړل، د سړک پر غاړه یې پر پراته جسد سترګې وګنډلې، ملا یې کړوپه کړه، د بدن شخي یې ویسته، سوړ ارګمی یې وویست، په تورو شونډو یې نرۍ سره ژبه تېره کړه، د سهار ژېړ لمر پر طبیعت د جدایۍ ژېړ څادر غوړولی و، ځای ځای د مرغانو سهارنۍ سندرې اورېدل کېدې، په شنو کروندو کې یو یو بزګر ښکارېده.
سپي زړه نازړه حرکت وکړ، شېبه وروسته یې د تازه وینې بوی حس کړ، د جسد خوا ته یې قدمونه ګړندي کړل. پر ځمکه د پراته جسد له ستوني، سینې او ورانه وینه بهېده، سپي له تورو شونډو نرۍ ژبه راویسته، د جسد د ستوني په زخم یې کش کړه، شېبه وروسته یې له څنګ سره کشکره (کارغه) وچغېده، ده د زخم شاوخوا وڅټه، د اواز په اورېدو وغرېد.
کشکرې وزرونه وټپول، لږ وړاندې د سپینو تیږو په ړنګه – بنګه سنګکارۍ کېناسته، پر سپي یې له قهره نارې وهې، داسې مالومېده لکه د ورځو وږې چې وي، خو خدای خبر چې څه به یې خوړلي وي که نه، مګر زړه یې غوښتل چې د پراته جسد پر زخمونو خپله تېره موښکه ووهي. یو ځل بیا یې وزرونه وټپول، جسد ته نږدې راغله.
سپي د پراته جسد پر مړوند غاښونه ټینګ کړل، له ډېرو ژوولو وروسته یې چمپه پرې کړه، غاښونه یې پرې ټینګ کړل، د پاخه سړک بلې غاړې ته واوښت.
زه کشکرې ته نږدې شوم، غلي مې ترې وپوښتل:
-
ته غواړې غوښې وشکوې؟
وکغېده، په ګوډه ماته ژبه یې ځواب راکړ:
-
هو، وږې یم، د نس غم پسې اخیستې یم، هاغه لوړې ونې ته وګوره!
-
هغه!
-
هو، که اوس راسره ولاړ شې، بچیانو مې پنځه ورځې پر غوښه موښکې نه ده اېښې، د سیمې بزګرانو مې په کروندو کې نه پرېږدي، که نه هلته مې یوه نیمه مرغۍ ښکار کولای شوای، د هغه لوړو دیوالونو پر څوکه خو بېخي نشم کېناستی که نه یو نیم کورت خو مې په یوه دوره کې پورته کولای شوای، اوس ته راته ووایه! له دغه پراته جسده مې بچیانو ته څه یو نه سم؟
ځواب مې ورنه کړ، ځای پر ځای کېناستم، تیز باد ولګېد، د جسد له څنګه کاغذ وغړېده، پورته شوم، ور منډه مې کړې، کاغذ مې پورته کړ، پرې لیکل شوي وي: "خالد ولد منګل د کاپیسا ولایت...."
له کاغذ څخه مې سترګې وشکولې، د ګرمو اوښکو څاڅکي مې په ږیره کې وغړېدل، چورت په خپله مخه ښه کړم، د سړک له بلې غاړې سپی بېرته راواوښت، کشکاره نږدې راغله، کاغذ مې پر ځمکه کېښود، ځان یې راټول کړ، سپی کشکرې او ما ته ځیر شو، کشکرې رانه وپوښتل:
-
ولې دومره زړه خورې؟
-
ځکه، خپل همجنس یې داړلی
-
ته ورته وګوره! مرمۍ او چړې دوی د یو بل په سینه کې سړه وي او کورنۍ یې پر ما خبره وي!؟
-
ولې غلی یې؟
-
خو ځواب به نه لري.
-
دومره دې چې زړه پرې خوږېدای، اول به مو احتیاط کاوه.
ما او سپي کشکرې او کشکرې ما او سپي ته کتل، خو هېڅ مو نه ویل، خو د دوی په منځ کې زه سخت ملامت ښکارېدم، ښه پوهېدم، دغه انسان ما وژلی و، نن د شپي مې وژلی و، سړک ته هم ځکه راغلی وم چې خلک زموږ د بېګانۍ کړنې په اړه څه وایي، خو هېڅوک نه ښکارېدل، مګر زه مې په شوي جنایت سخت خپه وم.
سپي یو دم وویل:
-
شوي جنایت، جنایت یعنې څه؟
پر وچو شونډو مې ژبه تېره کړه، غوښتل مې په زړه کې مې شته خبرې ټولې وکړم. کاغذ، سپي او کشکارې ته مې وکتل، حیران یې راته کتل، ما هم ورته کتل.
جسد وخوځېد، ورو راپورته شو، له وجود یې وینې څڅېدې، شېبه وروسته یې وجود پر ځمکه بهېدلې وینه بېرته کش کړه، د کشکرې له خولې ټوټه ـ ټوټه وینه قی شوه.
جسد کرار کرار روان و، پرې شوې غوښه یې په وجود کې ورو ـ ورو اېښودل کېده. د سپي خوله بې اختیاره خلاص شوه، ټوله چمبه یې له ستوني په زحمت راووته. جسد بشپړ شو، موږ د دغه شېبو ننداره کړه، ټول حیران و، وحم اخیستو و، له ځانه مو پوښتنې کړې، خو ټول نه پوهېدو، یو بل ته مو نه ویل چې وېرې اخیستي یو.
باد کاغذ وکړپاوه، زما، کشکرې او سپي په وجود کې یخې او ګرمې اوبه تېرې ـ بېرې شوې. څه باندې لس بجې وې، لمر مو نږدې پر تندي ولاړ و، ډزې شوې، سترګې مې له ډاره رډې ـ رډې راوختې، څو شېبې وروسته مو بېرته د ډزو اوازونه له غوږونو لرې شول، جسد پوښتنه وکړه:
-
دومره مکاري
-
نه، نه ما داسې څه نه دي کړي او نه به داسې څه وکړم، لکه نن مو چې ته په کوم رنګ ولېدې،
-
اممممم
-
دروغ به سره نه وایاست، څو کاله کېږي چې د وژل شوي انسانانو کورنیو د غم خبر ورکوم!
(پای)