د اتريش لوی اسقف کاردينال (کريستوف شون بورن) ويلي ، چې تېرکال د اتريشي کليسا ګانو له پيروۍ څخه د وتلو رېکارډ ټينګ شوی او 80 زره اتريشيانو دکليسا پيروې خوشې کړې ده. دا شمېر حتی د دويمې نړيوالې جګړې له مهال څخه چې نازيانوهېڅ دين په رسميت نه پېژاند، هم زيات دی. تېرکال 50 زره اتريشيانو د کليسا پيروي خوشې کړې وه. سروې ښيي، چې يوازې د 24٪ اتريشيانو لپاره مذهب مهم دی، او د ځوانانو ترمنځ يوازې د 3٪ لپاره مذهب اهميت لري او په ټوليزه توګه يوازې 22٪ اتريشيان پر خدای باورلري.
وروستي