ته هغه مور یې چې خپلو اولادونو ته دې د مینې غیږ پرانیستله پرته له کوم تعصبه دې ټولو ته یو شان مینه ورکړه لوی دې کړل ، ودې پالل ، د هغو د مړولو له پاره دې خوراکي توکي برابر کړل د هغو ښه صحت له پاره دې ښکلې فضا او چاپیریال برابر کړ هغوی ته دې کاري فرصتونه مساعد کړل تر څو وکولای شي هم خپل ژوند جوړ کړي او هم ستا له پاره د خدمت جوګه وګرځي خو کله چې دې اولادونه په خپلو پښو ودرېدل نو ستا مهرباني او احسانونه یې هیر کړل او خپل لومړني قدمونه یې ستا د بربادۍ په لور واخیستل وروسته په بېلابېلو ډلو وویشل شول هر کس تر خپلې وسې ټپونه درکړل وې دردولې او وې ژړولې.
ای! بدبختې مورې
دا دې همغه اولادونه دي چې تا په سختو شرایطو کې روزلي وو تا عزت ورکړ خو دوی ستا د عزت لوپټه په پردیو وپلورله اوس یې ګیله هم له تا نه ده چې سم تاریخ دې ورته پرینښوده حال دا چې چا چې ستا په غېږه کې کومې کارنامې کړې دي هغه ته نه وې همدا اولادونه دې وو خو دوی دا نه یادوي چې دا کار مونږ وکړ او دا مور مونږه بدبخته کړه.
دوی تل دا هیروي چې دوی خپله خپل تاریخ جوړ کړی دی .
ای! مظلومې مورې
نه ،نه، ته مه ژاړه دې کې نو ستا څه ګناه ده، ته نو کله خبره وې چې ستا غېږه د نااهلو اولادونو نه ډکه ده هغه د ګوتو په شمیر نیک صالحه اولادونه دې هم دا نااهله کار ته نه پرېږدي څوک پرې جهاد روا بولي څوک پرې د کفر فتوا صادروي.
ته نو څه خبره وې چې:
ته د اولادونو په نوم ښاماران روزې چې هره ورځ دې غوښې خوري او هډوکي دې ژوي تر څو په زجر زجر دې یوه ورځ ووژني او مړی دې هم په نورو خرڅ کړي
ته نو څه خبره وې چې:
ستا اولادونه دومره حریص دي چې د څو روپو له پاره حتی خپله مور هم پلورلای شي رب دې په تا باندې خپل رحم وکړي تا بې له ربه بل هیڅوک هم ژغورلای نه شي ...
وروستي