که راشي 

که راشي:
نو ټول به خوشاله شي. د سوکالیو سیندونه به د هر چا په زړه کې څپې ووهي په فضا کې به  د خړو ګردونو په ځای د ګلابونو وږم خور وي  ښکلاوې به هرې  خوا ته  نڅېږي،  ونې به یې راتګ ته د تعظیم سرونه  ښکته کړي پاڼې به یې د لاسونو په پړکار بدرګه کړي شمال به ورته خپله غېږ پرانېزي او د حقیقي ژوند  دغه خوږ منظر به له  ځان سره  په ټولو ژوندیو  مخلوقاتو وویشي. بیا به  هغه  وخت ماشومان  د خپل کوچنیوالي څخه خوند واخلي  ځوانان به له خپلې ځوانۍ څخه ګټه واخلي، په آرامه فضا کې به خپل ځانونه لوړو ځایونو ته ورسوي  او زاړه به مو د خپل زړښت دوره په هوسایې سره تېره کړي . ټول به په رښتیني مانا  ژوند وکړي او د خپل ژوند نه به خوندونه واخلي هیڅوک  به داسې ونه وایي چې ربه! بیاځلې مې ماشوم کړه.

 ای کاش ! غټ شوی نه وای
ای کاش!  د درد  په مانا نه پوهېدلای
ای کاش  دا حالت مې نه وای لېدلای، ای  کاش .... په هغه وخت کې به ټول په یوه خوله وایي د ژوند هر پړاو ښکلی دی او د خپل ژوند سره د زړه له تله مینه لرو و ترې راضي یو.

که راشي:
هیڅ ماشوم به د فقر له امله  بې  تعلیمه پاتې نه شي ځکه هغه داسې یوه جادو لري چې د خلکو ترمنځ مینه و صمیمیت خوروي،  د نفاق جرړې له منځه وړي اقتصاد  فرهنګ ، سیاست، صنعت او نورو ټولنیزو چارو ته مو وده و پرمختګ ورکوي، ټولو ته د کار و خدمت زمینه برابروي چې هر کس خپل ځان و  هېواد ته په چوپړ کولو بوخت شي او خپل اسلامي و انساني رسالت سرته ورسوي.

که راشي ....ټول همدا وایي که راشي خو هیڅوک یې د زړه له تله راتګ ته هلي ځلي نه کوي ځکه که  هغه راشي نو زه به زه، او ته به ته نه یو دواړه به مونږ یو، په یوه نامه به یادېږو څه چې خورم هغه به خورې،  څه چې څښم هغه به څښې دواړو به یو ډول یو، جګوالی و ټیټوالی به نه لرو.

که هغه راشي نو وطن آبادېږي او د وطن آبادي ځینو ځینو ته د ځان غم دی کوم امتیاز چې هغوی ته د وطن دبربادۍ  له پاره ورکول کېږي هغه شیره وره غوا یې وچېږي او دوی نه غواړي دا غوا وچه شي که عمومي قتل عام هم شي هغو ته توپیر نه کوي   همدی له پاره دی چې د راتګ آرمان یې ډېرو ځان سره خپل ابدي کورته یووړ چا  د زړه د  تسلیت له پاره ورته په خپلو شعرونو کې ځای ورکړ چا پرې لیکنې وکړې څوک یې سندرو کې  د راتګ بلنه ورکوي او څوک یې په ټپو کې وایي.

اوس یې راتګ  د هر وګړي لوی ارمان ګرځېدلی هغه ارمان چې ځیني یې ژوندی بولي او ځینې یې مړ، خو هغې هم ضد کړی چې ټول په ګډه  و په یو غږ ورته د راتګ بلنه ورنکړئ او د تعصب  اور په  خپل زړونو کې مړ نه کړئ  و یو موټی نه شئ  نو راتګ به یې یو تل پاتی ارمان پاتې شي.

راځئ یو کار به وکړو دا وار به یې د بلنلیک  پاکټ تر شا د یو کوچني ماشوم د زړګي حال ولیکو  کېدای شي زړه یې وسوځي و زمونږ دعوت ومني:
دوکاندار ورته حیرانه په ژړا شو 
یو ماشوم ترېنه له لسو  سوله غواړي