ملی اتلان /اتلانې  څوک دي ؟  

ملي اتل / اتله هغه څوک  دی چې شپه و ورځ د خپل سر په بیه خپل وطن ساتي خپل مور پلار میرمن اولادونه  او د ژوند هره خوښۍ یې د خپل وطن له پاره پریښې.

ملی اتل /اتله هغه څوک دی چې په ټکنډه غرمه کې په خپلې کړوپه ملا او رېږدېدلو لاسونو  د ډېرو  ځوانانو له پاره سرکونه جاروب کوي   او لښتي صافوي تر څو هغوی د ډول ډول ناروغیو څخه  وژغوري او   د پردیو هېوادونو څخه راغلو میلمنو ته ددې هېواد پاکي و سوتره ګي تر سوال لاندې رانه شي او عزت یې وژغورل شي. 

ملي اتل / اتله هغه څوک  دی چې په خپلو آبله (پولۍ)  لاسونو د ډېرو  موټرونو  نه مالونه  کښته کوي  ولږه،  تنده ، په سور لمر کې وریته کېدل هر څه زغمي او یوازې و یوازې په دې  سوچ کې وي چې څرنګه  ته یو مړۍ حلال رزق کورته یوسي ...

ملي اتل/ اتله هغه څوک  دی چې په سوځنده لمر،  په ریګ زاره مځکه کې په یوې غوړېدلې  شلېدلې سطرنجۍ ناست /ناسته وي  او د زړه له تله د  خپل د هېواد د ابادۍ له پاره درس وایي ،  د لمر د سوروالي له امله خپل نازک نازک لاسونه په خپلو لستوڼو کې ونغاړي څو داغ  نه شي،   د ډېرې ګرمۍ  له امله   د خپل دماغ څخه د څڅېدلو وینو په کیسه کې نه وي ولږه  و تنده یې هېره وي  وروسته له درس نه په  ډېرانونو کې د خپلې کورنۍ دندې    د بشپړلو له پاره کاغذونه ټولوي او   ګنډي یې.

ملی اتل / اتله هغه څوک  دی چې د خپلو یتیمو خویندو ورونو له پاره  د خپل ژوند تر ټولو بهترینه دوره    د پردو بوټانو په رنګولو تېروي .

ملي اتل / اتله هغه ضعیفه بوډا / بوډۍ ده چې د خپل استراحت وخت  د خپل زوی د پاتې شویو  اولادونو  د رزق برابرولو له پاره  تېروي او ملي اتلانې  هغه میندې دي،  سربېره پر دی چې د خپلو دوو اولادونو  پاتې شویو یتیمانو ساتنه کوي خپل آخرنی.  زوی هم د جنګ لیکو ته لېږي تر څو د هېواد پور پوره کړي دوه میاشتې لا تېره نه وي چې د شهادت تابوت یې د مور په مخ کې کېښودل شي مور یې په وینو لړلی  نازولی زوی په تندي ښکل کړي او په ویاړ ووایي چې زویه!   تا دوطن د ساتنې په لاره کې خپل  سر بایلوده،  ته زما ویاړ یې،  شهادت دې مبارک شه...