د کندهار پر هوايي ډګر پرله پسې دوې ورځې د توغندي بريدونه شول

د بلغاريا دفاع وزارت وايي، چې د کندهار په هوايي ډګر د ډسمبر په25 او26 پرله پسې دوې ورځې د توغنديو بريدونه شول، خو د دوی سرتېرو ته کوم زيان نه دی رسېدلی. بلغاريا په افغانستان کې 600 سرتېري لري، چې په کابل ، کندهار او هرات ولايتونو کې پراته دي. د کندهار هوايي ډګر په بهرني کمر بند کې برتانوي سرتېري پراته دي ، خو د هغوی د مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه دي ويل شوي.