ژبزده کړه: د photo، image او picture کلمو ترمنځ توپير 


روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، انګلېسيی ژبه کې د photo، image او picture کلمې په مترداف ډول استعماليږي او پښتو مانا يې همدا يوه ده چې انځور مفهوم لري. پښتو کې د انځور کلمه تر ډېره هغه رسمۍ، عکس او يا تصوير ته وايي چې په لاس جوړ شوی وي خو د برېښنايي وسايلو په وسليه لاس ته راغلي عکس/تصوير ته هم انځور وايي. 

تر ډېره په انګلېسي ژبه کې د photo، image او picture کلمې پبه ورته مانا سره استعماليږي، خو که چېرې ډېر علمي ځی او موخه د کلمو ډېر دقيق استعمال وي، نو بيا دغه درې کلمې په خپل منځ کې يوه څه توپيرونه هم لري. 

۱- picture: دغه کلمه ډېره عامه ده. Picture د انسان، ځای او شي څېرې، بنې او شکل وړاندې کولو ته وايي. د picture کلمه د لاتين ژبې له pictūra کلمې څخه اخېستل شوې ده چې مانا يې رسمي يا painting ده. له picture څخه مطلب رسمي، د کمپوټر په وسله جوړ شوی image  او نور دي. د image  او picture ترمنځ بل توپير دا دی ‍چې image  برېښنايي وي او picture چاپ شوی، انځور شوی او رسم شوې بڼې ته وايي. 

۲- image: د image  کلمه تر ډېره ذهني او پرته له فزيکي شتون مفهوم لري. د بېلګې په ډول کله چې وايو پلانی کس ښه image  لري مطلب دا چې ښه نوم يا د خلکو په منځ کې ښه تصور کيږي. 

۳- photo: دغه کلمه له Photograph اخېستل شوې ده او يا دا چې photo د Photograph لنډه بڼه ده. photo  داسې تعريف کيږي چې photo  يو image   دی چې د وړانکو په وسيله منځ ته راځي. photo تر ډېره په کمره اخېستل کيږي. 

د  photo، image او picture توپير داسې کولی شو، چې پر يوې هوارې سطحې د انسان، ځای او شي بڼې ته Picture وايي. په خيالي ډول او يا هم په 2-D, 3-D بڼو د يو کس، ځای او شي انځورونې ته Image وايي او بيا پر کاغذ د يو کس، شي او ځای انځورولو ته photo   وايي.