ژبزده کړه: د see, look او watch ترمنځ توپير   

انګلېسي ژبه د پراخه کلمو يا vocabulary لرونکې ده. که څه  هم د انګلېسي ژبې ورته يا مترادفي کلمې یوازې په دې موخه چې مفهوم پر ورسيږي د يوې پر ځای د بلې کارونه کومه ستونزه نه ده، خو په علمي او مسلکي ډول بيا مترادفي کلمې سره توپير لري او د هرې يوې کارونه ځان - ځان ته ځای او مانا لري. 

 د کتلو او لېدلو لپاره د see, look او watch درې کلمې شته دي ترمنځ يې توپير هم شته دی. 
۱-  look: د دغه کلمې پښتو مانا ده په پاملرنې سره د يو شي کتل يا ځېر کېدل. د يو ځانګړي شي، ځای او يا کس په لورې کتلو پر مهال د look کلمه استعماليږي. د look کلمې يوه ځانګړنه دا ده چې  د يو لنډ وخت لپاره کتل وي نه دې watch په څېر چې د يو اوږد وخت لپاره يو شی، ځای يا کس ته کتل کيږي. دا هم په ياد ولرئ چې له look کلمې وروسته ډېری وخت قيد adverb او يا هم prepositionش راځي. 

بېلګه
When you dance, don't look down. 
کله چې نڅا کوې لاندې مه ګوره. 

۲- watch: دغه کلمه هم په پښتو ژبه کې د لېدلو، ننداره کولو او کتلو په مانا ده. د look او watch غټ توپير دا دی چې watch د ډېر وخت لپاره خو بيا look  د کم وخت لپاره د يو شي، کس او ځای کتل وي. کله چې فلم، لوبه او يا هم تلوېزون ګوری نو watch کارول کيږي. 

بېلګه: 
I’m going outside for a minute. Would you please watch my mobile?
پورته د watch مانا دا ده چې زما د موبايل څار کوه يانې پام پرې کوه او ورته متوجې وسه. خو که چېرې له يو چا څخه موبايل ورک وي او بل ته يې د لټولو وايي نو ويلی شي Would you please look my mobile around.

۳- see: دغه انګلېسي فعل د کتلو يا لېدلو په مانا دی. د يو څه په اړه د پوهېدلو او د سترګو په وسيله د درک وکولو پر وخت استعماليږي. له look سره د see توپير دا دی، چې له see وروسته قيد adverb او يا هم preposition نه  راځي بلکې له see وروسته ښايي مفعول يا object راشي. 

بېلګه: 
I see a cat in the window. زه په کړکي کې يوه پيشو ګورم. 

د پورته درېيو کلمو توپير دا شو، چې په د يو لنډ وخت لپاره  په پاملرنې سره د يو شي کتل look، د يو اوږد وخت لپاره په پاملرنې سره د يو شي کتل watch او پرته د ځانګړې پاملرنې يو څه تر سترګو کېدل see. هر کله چې د see کلمه کاروئ، نو يا څه تاسې په پاملرنې سره نه ګوری بلکې ستاسو سترګو ته درځي.