پر ټايګر کمپنۍ د بريد له امله د پوليسويوجنرال او يو سمونمل له دندې ګوښه شول

د کورنيوچارو وزارت وياند زمری بشري وايي، چې دوی د پوليسو يوجنرال له دې امله چې پر امنيتي کمپنۍ د بريد په اړه يې خپلو امرينو ته خبر نه و ورکړی او يو بل سمونمل چې په عملياتو کې يې ګډون کړی و، له خپلې دندې ګوښه کړي. ده د څېړنو تر پای مخکې د افسرانو د نومونو له اخيستلوډډه وکړه.
د جمعې په ورځ په کابل کې ناټو ځواکونو د ټايګر په نامه پر يوې امنيتي کمپنۍ له دې امله بريد وکړ، چې په وينا يې د کمپنۍ دوه موټر د امريکې پر سفارت د بريد لپاره چموشوي وو. خو تر بريد وروسته څرګنده شوه، چې داډول موټر هلته نه وو. په دغه بريد کې دوه تنه افغانان ووژل شول. دافغانستان حکومت پردغو عملياتو له دې امله نيوکه کړې ، چې د کابل امنيتي مسووليت له 2008 کال راهيسې د افغان ځواکونو په لاس کې دی او بايد د عملياتو په اړه له دوی سره مشوره شوې وای. د ټايګر کمپنۍ مشر نويد شاه سخي زاده وايي، چې که څه هم ايساف ځواکونو له دوی څخه بښنه غوښتې ده ، خو دی له ناټوځواکونو غواړي دوژل شويو کورنۍ په خپلوتوضيحاتو قانع کړي. ايساف ځواکونو دا خبره رد کړې، چې ګوندې دوی بښنه غوښتې ده.