د جرمني اصلي مخالف ګوند له افغانستان څخه دځواکونو د ايستلوغوښتنه کړې

د جرمني د سوسيال دموکرات ګوند مشرفرانک والتر شتاين ماير په يوه مرکه کې ويلي ، چې د ده ګوند به يوازې په دې شرط په افغانستان کې دجرمني ځواکونو د د ندې دوام ته رايه ورکړي، چې په 2011 کال کې د دغو ځواکونو د وتلوپيل يقيني شي. ټاکل شوې ، چې د جرمني پارلمان راتلونکي جنوري مياشت په افغانستان کې د خپلوځواکونو د دندې دوام لپاره رايه واخلي. سوسيال دموکرات ګوند د حاکم مسيحي دموکرات ګوند اصلي سيال ګڼل کيږي او له ملاتړ پرته به يې د رايې تر لاسه کول ګران وي.