نيويارک ټايمز: افغانستان کې د واک معامله؛ جنسي تيری کوونکی به مارشال شي 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، نيويارک  ټايمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په خپلې وروستۍ او تازه مقالې کې ليکلي دي چې افغانستان کې د سياسي قدرت د وېش او واک د معاملې په پايله کې به، په جنسي تيري متهم کس (جنرال عبدالرشيد دوستم) د مارشالۍ رتبې ته ورسيږي او پوځي پرمختګ به وکړي. نيويارک ټايمز ليکلي چې د جنرال عبدالرشيد دوستم د جنسي تيري دوسيه تر اوسه هم پای ته نه ده رسېدلي، خو افغانستان کې د ټاکنيز کړکېچ د پای په پار نوموړی ته د مارشالۍ رتبه ورکول کيږي. 

نيويارک ټايمز د مجيب مشال په نوم د يو تن لېکوال دغه مقاله خپره کړې او په کې ويل شوي دي، چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې وړانديز ډاکټر عبدالله عبدالله کړی او د يو څه وخت خبرو - اترو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني هم دې ته چمتو شوی دی چې نوموړي ته د مارشالۍ رتبه ورکړي. ويل کيږي چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې تړون ښايي نن ورځ لاسليک شي. 

د مقالې لېکوال د ولسمشر غني د يو نېږدې کس له خولې ليکلي دي چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه د ولسمشر محمد اشرف غني لپاره د زهره پياله او ګوږلۍ ده، خو ولسمشر غني په هېواد کې د کورنۍ جګړې او وينې توېدنې د مخنيوي په پار تيار/اړ دی چې د زهرو دغه پياله وڅښي. که چېرې ولسمشر غني له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هوکړه ونه کړي نو افغانستان کې د کورنۍ جګړې شونتيا شته او همدا ډول به د طالبانو سره د سولې خبرې له ستونزو او خنډونو سره مخ شي. 

لېکوال د جنرال دوستم د نېږدې کس او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د لومړي مرستيال عنايت الله بابر فرهمند د ادعا اړوند ليکلي دي چې جنرال دوستم ته په دې پار د مارشالۍ رتبه ورکول کيږي، چې نوموړي د طالبانو رژيم په نسکورولو کې مرکزي رول درلود او د افغانستان په نظامي برخه کې کالونه چوپړ کړی دی. 
 
جنرال دوستم نه يوازې په ۲۰۱۶ کال کې پر احمد ايشچي په جنسي تيري تورن دی بلکې په ۱۹۹۰ کالونو کې د کورنيو او طالبانو پر وړاندې جګړو کې په عامه وژنه، له بشري حقونو په سرغړونې او لسګونه نورو انساني ضد کړونو تورن دی خو تر اوسه په اړه قانوني اقدام نه دی شوی.