د ملګرو ملتو نوې نقشه په افغانستان کې د ناامنۍ زياتوالی څرګندوي

وال سټريټ ژورنال ، چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه د ملګرو ملتو د 2010 کال دوې بېلابېلې نقشې لاسته ورغلي ، ليکي چې د افغانستان په اړه ملګروملتو امنيتي ارزونې د باراک اوباما دخوشبينۍخلاف دي. ملګرو ملتو په هغو دوو نقشوکې چې يوه يې د2010 کال په پيل کې او بله يې د همدې کال په پای کې جوړې کړي، د خپلوکارکوونکو لپاره د افغانستان سيمې او ولايتونه په څلورو رنګونو نښه کړي: د ډېر لوړ خطر سيمه، د لوړ خطر سيمه، د منځني خطر سيمه او د ټيټ خطر سيمه. په هغه نقشه کې چې د 2010 کال په پای کې جوړه شوې، په څرګنده توګه د لوړ خطر سيمې زياتې شوي او په پروان، سمنګان، تخار، بغلان ، بادغيس، سرپل، بلخ ، فارياب او لغمان کې 16 داسې سيمې چې پخوا مصؤن ګڼل کېدې اوس د لوړ خطر سيمو په توګه نښه شوې.
د پنتاګون هغه رپوټ چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه کانګرس ته وړاندې شوی ، هم ورته وضعيت انځوروي، دغه رپوټ وايي چې له 2009 کال راهيسې په افغانستان کې بريدونه 70 په سلوکې زيات شوي او د 2007 کال په پرتله درې سوه په سلوکې زيات شوي دي . خو د نوې ستراتيژۍ د بيا کتنې په ترڅ کې د هغې ارزونې له مخې چې د باراک اوباما ټيم د افغانستان په وړاندې کړې، نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې ښه پرمختګونه کړي اوپه يوشمېرسيموکې يې امنيت راوستی. اوس سړی نه پوهيږي چې د چا خبره ومني.