کاناډا تمه لري ، چې د نوې وسلې په مرسته به د وسله والو بريدونو مخه ونيسي

کاناډا هيله منه ده ، چې د خپلې نوې وسلې يا د (سي يو 170 هېرون) په نامه د نويو بې پيلوټه الوتکو په مرسته به تر زياتې کچې په کندهار کې د وسله الو بريدونو مخه او په ځانګړې توګه د سړک غاړې د بمونو مخه ونيسي. دغه نوې ډرون الوتکې، چې په همدې اوونۍ کې به هوا ته والوزول شي، کولی شي تر 24 ساعتوزياته موده په هوا کې تېر کړي او د 200 کيلومترو په شعاع کې وسله وال فعاليتونه په نښه کړي. نوې ډرون الوتکې تېره مياشت کندهار ته راورسېدې ، خو هغه مهال هوايي ډګر ډېر بوخت و اوله همدې امله يې تر اوسه الوتنې ځنډول شوې وې.
د امريکايي او کاناډايي ځواکونو جنګي هڅې، د نويو وسلو راوړل او د هغو په مټ د نويو برياليتوبونو هيلې ،سړي ته د روسانو د يرغل ورځې په يادوې . هغه مهال هم روسانو چې لار ترې ورکه وه ، نو کله به يې اوراګن، کله لونا او کله سکاډ راکټونه راوړل او بيا به يې ويل ، چې دا ځل به نو برياليتوب خامخا د دوی وي.