اکوادور هم د فلسطين دولت په رسميت وپېژاند

اکوادور هم تر برزيل ، ارژانټاين ، اوروګوې او بولويا وروسته د فلسطين دولت د 1967 کال تر پولو د ننه په رسميت وپېژاند. داسې ښکاري، چې فلسطيني حکومت د باراک اوباما د هڅو له ناکامۍ سره اوس دېپلوماتيکې هڅې پيل کړي او غواړي په دې ډول د اسراييلوپر حکومت فشار راوړي. خو د اسراييلو حکومت وايي، چې دا ډول هلې ځلې بې ګټې دي او فلسطينيان بايد په مخامخ ډول د خبرو مېز ته راشي. د يادونې وړ ده ، چې اسراييل غواړي هم په نيول شويو ځمکو کې د کور جوړولو پروګرام ته دوام ورکړي او هم د سولې خبرې وکړي.