نوی نسل او د ټکنالوژۍ اغېزې

هره ټولنه د پرمختګ لپاره ورځ تر بلې خپل نوي نسلونه روزي او د ملتونو د سیالۍ لپاره په خپل ځان کې له هرې ممکنې لارې کار اخلي، دا سیالۍ د ابدیت ژوند او ښه پرمختګ لپاره کوي؛ د ولسونو د رضایت او مخکې تګ لپاره هر څه چې د وسې یې پوره وي کوي یې، د ټولنې وګړي دې دا ډول خدمتونو په کولو سره ځان هوسا او لا نور ملاتړي پیدا کوي.

د هرې ټولنې د امېد سترګې نوي نسلونو ته وي او لوی حساب پرې کوي، هر نسل له ځان سره بېلابېل بدلونونه او پرمختګونه لري چې د وخت په تېریدو سره عملاً رښتیني بڼه خپلوي. 

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زیات وګړي یې د فقر، بې وزلۍ، نا امنيو او جګړو له وجې د ټولنې د معاصرو امکاناتو څخه محروم پاتې دي.

دا چې هر نوی ماشوم ډېرې هیلې او امېدونه لري، د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره د ښوونځي پر لور خپل ګلالي قدمونه ږدي تر څو د ټولنې خدمتګار کس اووسي، خپل راتلونکی له دغې لارې وټاکي او لا ډېرو ارزوګانو ته ځان رسول غواړي.

خو سره دې دومره ستونزو، هيلو او کړاونو راتلونکي نسلونه مو د یوې بلې بدبختۍ سره لاس او ګریوان دي، چې نن سبا یې تاثیرات له ورایه بریښي. د دغو تاثیراتو یوه کوچنۍ اغېزه د نوي ټکنالوژۍ ډېر استعمال بلل کیږي؛ دغې ټکنالوژۍ افغانان ځوانان نن سبا په بې ساري ډول مصروف ساتلي دي.

مصرفیت د ژوند د مخته تګ لپاره مهمه او اړینه وسیله ده؛ نو باید چې ځان مصروف خو د وخت ضایع یې نشو، اوسني ځوانان ډېری یې په نوي ټکنالوژۍ عبث وخت تیروي پاتې هغه یې د ژوند د ضرورت لپاره ګټه ترې اخلي تر څو د ژوند شته خنډونه پرې حل کړي او لا متخه تګ ته زمینه پرې برابره کړي.

عبث پدې مانا چې بې ځایه او بې کاره انټرنیټي سایټونه کتل له حده زیات ګېم وهل او تر ډېره وخت ورکول په اوس وخت کې یوه لویه ستونزه د نوي نسل لپاره پېدا شوي ده چې حل به یې یو څه وخت وغواړي.

په معاصره پېړۍ کې پرته له ټکنالوژۍ ژوند سخت او ستونزمن بلل شوی نو مجبورېږو چې سمه ګټه ترې واخلو؛ سمه ګټه اخېستل په څه مانا؟

ټوله ورځ په ساعتونو ساعتونو ګېم کول، د بېلابېلو سایټونو کتل او د فسبوک بې ځایه کارول دا په ځوانانو کې د معاصرې ټکنالوژۍ د استعمال تر ټولو کم او کوچنۍ جز دی. 
نوره نړۍ په اونۍ کې څو ځله د نوي ټکنالوژۍ نوي بدلونونه او په دغه بهیر کې د مخته تګ له اغېزو نورو کارونو ته اړ وېستل کیږي، او د لا نورو زده کړو کوښښونه کوي تر څو په سیمه کې د ښه کار کولو نوم خپل کړي؛ خو دلته دا ټول کړه وړه سرچپه تعبیر شوي او نه غواړي چې په سم ډول یې وکاروي یا خو یې د سم استعمال په زیان او ګټو نه دي پوه شوي.

په داسې ټولنه کې چې اکثریت ځوانان یې وخت ته په ډېر تنګ نظر قایل وي، خورا ستونزمنه به وي چې نوی نسل دې ځان داسې زر له نړۍ سره په یوه آېنه کې وګوري؛ نو تر څو چې د سم استعمال لپاره یې والدین، کورنۍ او حکومت عامه پوهاوی، زهنیت سازي او شعوري کار ونه کړي ګرانه ده چې نوی نسل دې دومره زر د درد دوا وګرځي.