دولتونه د ښې حکومتوالۍ، ملي او نړیوال باور د ترلاسه کولو لپاره د وړ او بااستعدادو کسانو ګمارنه کوي تر څو د حکومتوالۍ هغه اصل پر ځای کړي چې ورته رسېدل غواړي.
بریالي دولتونه حکومتونه په ځان کې رانغاړي او د یوې حکومتوالۍ تر چتر لاندې خپل سیاسي واک او پرمختګ ته قدم وهي.
حکومت د حکم چلونې څخه اخېستل شوی چې واکمنان یعنې هغو اشخاصو ته ایشاره کوي چې د واک چلونې عمل ترسره کوي.
دولتونه د ملي حکمیت درلودنکي، تل پاتې او دیمي وي؛ خو حکومتونه د وخت او شرایطو سره سم بدلېدونکي دي.
افغانان د یو دولت او زورګو حکومت تر چتر لاندې د مجبورۍ شپې او ورځې تېره وي؛ قانون ماتونه، باج ګیري، د فساد لوړېدل، غیرۍ انساني چلند، د بشري حقوقو تر پښو لاندې کېدل، غلا او بۍ رحمنه وژنې د حکومت روغې پښې او غښتلی بدن کمزوری کړی دی.
دا کمزوري او نور هغه یې د مفسدو چاروکو ملاتړ او وخت پر وخت د سولېدلو کسانو ګمارنې دي چې ننۍ نظام یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.
په مرکز او ولایتي اداره کې پراخ فساد د ولایت او ولسوالیو نه انکشاف، نا امني، زورګویي، نه مدیریت او نور دې ته ورته ټول لاملونه یې د زړو څهرو معاملې او بیا ګمارنه ده.
له تېرو شلو کالو راهیسې په لوړو حکومتي پوسټونو د سیاسي معاملې او جوړجاړي په ترڅ کې زړې، له کاره لوېدلي څهرې ګمارل کیږي چې په حکومت باندې د ولسونو باور ورځ تر بلې نور هم کمیږي.
ولسونه د حکومت دا کړنه د هېواد په زیان بولي او په هېواد کې د راونې جګړې د زیاتېدو یو لامل همدغه زړې څهرې یادوي چې د هېواد د پرمختګ مخه یې ډپ کړي ده.
په لوړو پوسټونو معاملې، کار اهلِ کار ته نه سپارل، د زور او پېسو له لارې مقررۍ هغه څه دي چې نوی نسل یې خورا اندښمند، کم باوره، ناهیلی او پردۍ مزدورۍ ته اړ کړی دی.
همدا راز د سیاسیونو تر منځ قومي، سمتي، ګوندي او ژبنۍ تبغیض هم د دې لامل شوی چې وړ کسان له دندې لرې پر ځای یې معامله ګر، معتصب، بهرمېشتي او ناپوه کسان ګمارل کیږي.
وروستي