ټولنه د مېشتو قومونو له مجموعې څخه جوړه ده چې هر انسان په کې د اوسېدو حق او ښه ژوند ته د زمینې په برابرولو کې له شته فرصتونو څخه باید ګټه واخلي.
په ټولنه کې متوازن پرمختګ او د مساویانه حقونو ویش د خلکو ترمنځ پیاوړي اړیکې ټینګوي او لا یووالي ته لارې پرانیزي.
دا چې هر ټولنه د پرمختګ لپاره درې مهم پړاونه وهي تر څو په سیمه او نړۍ کې ملي ژوند ته رښتیني بڼه ورکړي؛ چې د وحشت پړاو، بربریت پړاو او مدنیت پړاونه بلل کیږي.
د وحشت په پړاو کې به خلکو په زور او جبر سره ژوند تېره وه، ناپوهي، انساني حقوق نه پېژندل، غیر انساني چلند په مرموز ډول وژنې او نور هغه کړه وړه چې ټولنه یې د وحشت په لور راونه کړي وه، د خلکو عامه افکار کمزوري، د زور او ظلم ژوند یې عادت ګرځېدلی وه.
د وخت په تېریدو سره د خلکو ژوند ورځ تر بلې د بدلون خواته راون وه، هغه وه چې خلکو د سم ژوند کولو لپاره په نویو لارو فکر کوه تر څو څنګه له بد وضعیت څخه ځان راوباسي.
خلکو کار کولو ته مخه کړه له خاورو څخه خټین لوښي، کرنه او د اوسېدو ځایونه جوړ شول د کار کولو ریواج په عام کېدو شو؛ خو لږې پوهې او کم زهنیت په ټولنه کې د یو بل پړاو زېږېدنې ته لاره خلاصه کړي وه چې د بربریت پړاو ورته ویل کېده.
په ټولنه کې د لږې پوهې خاوندان، ابادۍ، د خلکو کمزوری ژوند له منځه وړل، بۍ لارۍ او تشدد زیاتونه هغه څه وه چې په ټولنه یې لا هم اغېزې پاتې دي؛ دا او دې ته ورته هغه بشري ضد کړنې چې خلک یې ښاري ژوند، پوهې سم انساني چلند ته وهڅول.
خلک کوچېدنې ته اړ شول، ښاري ژوند یې پیل کړ، انساني حقوقو ته درناوی، د ظلم زور کمښت، ټولنیز اخلاق او قوانینو ته احترام د مدنیت د پیل د ارمښت حس کېدونکي شیبې وې.
خلکو مدنیت ته مخه کړه، ښاري اخلاق، زده کړې، ارمه ژوند، له انساني تجاوز څخه نفرت د مدنیت پړاو بریالۍ تجروبه وه.
دا چې موږ هم په متمدنه ټولنه کې ژوند کوو نو په کار ده چې متمدن او خورا ښه ژوند کولو ته ژمن اووسو.
مدني فعالیت، غوره ټولنیز اخلاق، انساني حقوقو ته درناوی د یو بریالۍ او پرمختللي ټولنې کړنلاره بلل کیږي.
هره ټولنه د بریا لپاره ورځ تر بلې د خپلو نسلونو په روزنه بوخته ده تر څو دغه نسل د شته ټولنې د بقاء سبب وګرځي او لا پرمختګ او یووالي ته زمینه برابره کړي.
ولسي ټولنې خپلې ګډې موخې لري چې د خلکو هوساینه او بریا یې تر ټولو مهمه کړنه بلل کیږي.
وروستي