ځوانان او د بې کارۍ اوج

ځواني په لویو هیلو او سترو امېدونو راټوله ده، هر ځوان مو په سیمه کې د ښه مخته تګ او نېک نوم لپاره هر ډول ستړیا ګاللو ته ورغاړې وځي تر څو هوسا ژوند ته د ژوند کولو لارې خلاصې کړي او د ټولنې د پرمختګ لپاره له هر ډول فرصت څخه ګټه واخلي؛ تر څو سیمه او هېواد له شته بحرانه وباسي.

هغه چې د هېواد په سختو حالاتو کې یې په نشتو امکاناتو او سختو اقتصادي ستونزو سره زده کړې وکړې په ويښه یې شپې او ورځې تېرې کړې د یو بل د سیالۍ لپاره یې د کتابونو پاڼې واړولۍ تر څو له دغه لوري به په ارمه ساه واخلي خو افسوس نن دغه ځواک د ناهیلۍ لور ته پناه وړي.

کالونه کالونه د ښوونځی پر لوري تګ، په سختو شرایطو کې زده کړې، ځان تر فارغته رسول خو اوس یې له حاله یو خدای خبر دی، د خپلو خپلوانو پېغورنه، د کار نشتون، ځواني دغه راز نورې هغه ستونزې چې هره کورنۍ یې پر خپلو ځوانانو او تعلیم بې باوره کړي ده.

نور ملتونه پر خپلو ځوانانو لویه پانګونه کوي او د لویو کارونو تمې ورته لري، او د هېواد قوي مټې یې بولي، پرې ویاړي دغه راز په خورا درنه سترګه ورته ګوري تر څو د دغه ځوان نهال مېوه وخوري او سیورې ته یې ډډې ووهي؛ خو دلته د دغو مېوه دارو نیالګیو مېوې ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دي.

د دې وطن د ډېرو ځوانانو پوهه په نړیواله کچه بې ساري ده، په کمو او نشتو امکاناتو یې ځان د سیالۍ ډګر ته مخکې کړی، د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو څخه یې په لوړه درجه مډالونه، ډیپلومونه ګټلي او د وطن نوم او بیرغ یې نړیوالو ته ښکاره کړی دی، په ډېر ویاړ او افتخار هېواد ته راستانه شوي تر څو د ښه خدمت جوګه اووسي.

خو په داسې یو هېواد کې زده کړې کول چې ډېری وګړي یې د کار نشتون، بېوزلۍ فقر، جنګ او جګړو له امله په نهاره شپې او ورځې تېروي ګرانه به وي چې ځوانان مو پر ځان کړی اعتماد له ځان سره وساتي او له کړي تعلیم څخه به خوند واخلي.

ډېری ځوانان ناهیلۍ دې ته اړ کړي چې بهرنیو هېوادونو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په ځان هر ډول سختۍ تېرې کړي خو ځینې بیا یې پر نورو بد لارو فکر کوي چې د نشه یي موادو استعمال، غلا، جګړه او کورنۍ ناخوالۍ دي.

که چېرې حکومت بېکاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه کړي، پر حکومتي پوسټو د نا قانونه او غیر واجدو کسانو د مقررۍ مخه ونه نیسي ځوانان به پر حکومت کړی اعتماد نور هم له لاسه ورکړي او پر نورو لارو به د سر کېدو فکر وکړي.