په شينډنډ کې د امريکايي ځواکونو پر ضد لاريون وشو

وړمه ورځ د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې په سلګونو کسانو د امريکايي ځواکونو له خوا د يوه ملکي کس د نيولو پر ضد لاريون وکړ . لاريون کوونکو د امريکايي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول او د نيول شوي کس د خلاصون غوښتنه يې کوله. د شينډنډ ولسوال هم د يوه افغان د نيول کېدو خبره منلې ده ، خو د نيونې د لامل په اړه يې څه نه دي ويلي.