د زړۀ خبـــــرې مې

څومره بۀ ښه وو چې يو بل مو غېږ کې نيولی وای او پۀ ورين تندي مو يو بل منلی.
څه بۀ شوی وای چې تا زه منلی او ما تۀ منلی او ښکلی ژوند مو لرلی.ای! پۀ دې باوري اوسو د ښه بدله ښه ده او د بدۍ مخ يوازې کرکه ده. پوهېږې! ستا پۀ شونډو مُسکا ستا ده خو پۀ ليدو يې نورو تۀ خوښي بخښې. څه پوه شوې!؟ چې تۀ د بې وزله لاس نيوی وکړې، هغه ستر ذات بۀ څو چنده عوض در کړي.

څه بۀ وشي چې د مازديګر پۀ ناوخته کې د خپل ګاونډي پوښتنه وکړې او د ستونزه پۀ حل کې ورسره اوږه ور کړې.

نو څه بۀ وشي چې ستا ګاونډي څه ته اړتيا ولري او تۀ يې ورته پۀ ورين تندي ور کړې.
ای! څه بۀ وشي چې ګاونډي دې خوښي وي او تۀ يې ورسره هم پۀ کلکه ولمانځې.
نو دا بۀ د شخصيت کمښت وي چې د خپل ځان لپاره څه خوښوې او نورو تۀ يې هم خوښ کړې.

دا نو څه خبره ده چې ښه خواړه دې پخ کړي وي او لږ ترې خپل ګاونډي تۀ واستوې.
دا دې غرور نۀ شي ټيټوی چې نورو تۀ خدمت کوې او د نورو بار پر خپله اوږه واخلې.
راځئ ټول هر هغه څه چې تاسو پکې خپل شخصيت، عزت او وقار ګورئ همدغه نورو تۀ هم خوښ کړئ او لۀ نورو يې مۀ سپموئ.

ای! کۀ تۀ ښايسته لباس ځانته خوښوې، ستا ګاونډې هم زړۀ لري او هيله بۀ ولري.